د معلوماتو له مخې : په سیداباد ولسوالۍ کې یو سیمه ییز پولیس چې سمیع الله د اولیا زوی دی،په دیارلس سوه نهه اتیا کال کې د خپلې پوستې دوه ملګري او یو بل ملکي وګړی په ډزو وژلي وو،چې تېره ورځ په لوګر ولایت کې د امنیتي مؤظفینو له لورې تر نیول کېدو وروسته د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارو .
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ښاغلي ګل راسخ د معلوماتو له مخې دغه سیمه ییز پولیس پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی،چې له دغه جرمونو په منلو سره به یاد مجرم ته قانوني سزا ورکړل شي .
سمیع الله چې شاوخوا یوویشت کاله عمر لري،د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي د سیمې اصلي استوګن دی .