کندهار والي په علمي ډګر کي د يوې بلې رتبې په ترلاسه کولو د پوهاند رتبې ته ارتقاع وکړه.
هغه مراسم چي د کندهار پوهنتون له خوا رابلل سوي وو او د ځينو رئيسانو تر څنګ پکي د کندهار پوهنتون د رهبري پلاوي، ګڼو استادانو، د ولايتي شورا غړو پکي ګډون کړی و، د غونډي ټولو برخه والو د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د پوهاند په رتبه خوښي وښوده او له نوموړي يې غوښتنه وکړه چي له خپل علمي سرمايې څخه په ګټي اخيستني کندهار ته په علمي برخه کي هلي ځلي نوري هم ګړندۍ کړي.
د غونډو برخه والو د ويناوو په ترڅ کي د کندهار والي د پوهاند رتبې ته په ارتقاع زياته خوښي وښوده او دا يې د يوه کس، ډلي او کندهار پوهنتون پوري تړلې لاسته راوړنه نه بلکي د ټولو کندهاريانو لپاره يوه ښه زېری او لاسته راوړنه وبلله. دوی په خپلو خبرو کي کندهار والي نه يوازي د علم او زده کړي په ترلاسه کولو او رسولو کي ستړی وباله بلکي د دې ترڅنګ يې د کندهار د ښې حکومتدارۍ، بيارغوني او اقتصادي چارو د پراختيا په برخو کي د لاسته راوړنو په سبب هم وستايه.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، په دې کي شک نسته چي کندهار پوهنتون د هيواد په کچه د کيفيت د تظمين په لحاظ درېيمه درجه لري او له ۱۲ نړيوالو پوهنتونونو سره پراخي رسمي اړيکي لري، نوموړي د پوهاند په درجه د کدرونو درلودل د کندهار پوهنتون لپاره د اکاډميک پرمختګ په برخه کي يو ستر ګام وباله.
د کندهار ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي د ولايتي شورا په استازيتوب کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ته په علمي پرخه کي د يوه بل قدم اخيستلو مبارکي وړاندي کړه او خوښي يې وښوده چي د ولايتي ادارې په سر کي د پوهاند په درجه کس وجود لري.
وروسته په غونډه کي د دولتي رئيسانو په استازيتوب د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا خبري وکړې نوموړي وويل، کندهار والي د هيواد په کچه يو د هغو اشخاصو له جملې څخه دی چي د توپک پر ځای د قلم په څوک د هيواد جوړولو مفکوره لري.
ډاکټر پخلا د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له خوا په روغتيايي برخه کي د همکاريو يادونه وکړه او ويې ويل، د کندهار والي په مرسته اوسمهال کندهاريان د زياتو روغتيايي خدماتو برخمن دي.
نوموړي د کندهار لپاره د لوی روغتون جوړل، چي په نږدې راتلونکي کي به يې د جوړولو چاري کار پيل سي او ترڅنګ يې د هيواد په کچه د زراعتي پوهنتون جوړل او داسي نور پرمختيايي کارونه د کندهار لپاره د تلپاتي خدمتونو په توګه ياد کړل.
د غونډي په وروستۍ برخه کي کندهار والي د خبرو پر مهال د خپل علمي ژوند په اړه ګډونوالو ته د معلوماتو د معلوماتو په ورکولو وويل، له احمدشابابا لېسې څخه تر فراغت وروسته په شمس الدين کاکړ ښوونځي کي د استاد په توګه د کار پيل يې د هيواد د ښې راتلونکی لپاره و او تر هغه وروسته د کابل د زراعت پوهنځي ته تلل، په بيروت او امريکا کي د ماسټرۍ لپاره سفرونه، په کابل پوهنتون کي د استاد په توګه کار کول، په کندهار کي د ده او نورو ملګرو لخوا د پوهنتون بنسټ ايښودل او په مهاجرت کي په دې موخه زده کړو ته دوام ورکول چي د خپل هيواد د ښې راتلونکي په موخه هلي ځلي وکړي. کندهار والي همداراز د خپلو چاپ سوو اثارو د ليکلو په اړه هم يادونه وکړه.
په ياده غونډه کي د ګډونوالو لخوا هغه تحفې او سوغاتونه ، چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لپاره برابري سوې وې هم ورکړل سوې.
کندهار والي له پنځو کلونو راهيسي په دې ولايت کي د والي په توګه د دندي ترڅنګ د هيواد په کچه د زراعت پوهنتون د عمومي سرپرست رئيس په توګه هم ټاکل سوی دی.