که کتاب په پښتو نه وی، نو کانکور کې به د پوهنتون پر ځای کور ته کامیاب شم
همایون بابر/ کندوز
اکتوبر30 مه ،۲۰۱۳
پورتنې جمله د کندوز ولایت چاردرې ولسوالۍ د جمعیت عالې لیسې د د دولسم ټولګې یوتن زده کوونکې ده، چې دامهال د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په نیت جمعیت لیسه کې ژمني کورس په نوم پروګرام کې په زده کړه بوخت دی.
د خالیزیو غونډۍ کلي اوسیدونکې ۱۷ کلن رحمت الله وايي، چې هره ورځ د لېسې په انګړ کې په هغه ژمني کورس کې د ساینسي علومو زده کړه کوي، چې د پوهنې ریاست لخوا جوړ شوي.
هغه زیاتوي، چې دغه کورس چې دوی ته ریاضی، فزیک اومثلثات مضمونونو لوستل کیږي.
خو رحمت الله چې ټولې زده کړې یې په پښتو ژبه کړي د کانکور د هغه لارښود کتاب په لوستلو کې د ستونزو سره مخ دی چې د پوهنې وزارت په تائید د ترکانو له لوري په دری ژبه چاپ شوی.
(( د کانکور لارښود په سخته دری ژبه لیکل شوي، څوک پری په آساني نه پوهیږي ، زه لومړي ګران لغاتونه د ټولګیوالوپه مرسته مانا کوم بیا درس ته راګرځم، چې ټول وخت مې د لغتونو په مانا تیریږي.))
هغه خپل راتلونکې ته ډیر هیله من نه ښکاري هغه وايي (( که کتاب په پښتو نه وی ، نو په کانکور ازموینه کې به د پوهنتون/پوهنځې پرځای کور ته (بی نتیجې) بریالی شم. ))
نوموړي د پوهنې ریاست چارواکو نه غوښتنه کوي چې د افغان ترک لخوا د کانکور لارښود کتابونه په پښتو وژباړي.
رحمت الله وايي دغه کتابونه دوی وړیا لاسته راوړي ګنې په ازاد بازار کې د یو کتاب بیه ۲۵۰ افغانۍ ده.
د جمعیت لیسې د ریاضی یو تن ښوونکې جان آغا چې په یاده لېسه کې زده کوونکو ته د کانکور په تیاریو بوخت دی وايي، چې واقعاْ دغه یوه ستونزه ده، ډیری زده کوونکې له ستونزو سره مخ دی، یوشمیر يي په دری هم پوهیږي خو یوشمیر چې له هیواد نه بهر زده کړی ترسره کړی خو له ستونزو سره مخ دی چې کولې کانکور ازموینه کې هم له مشکلاتو سره مخ کړي.
ښوونکې جان آغا وايي (( د کانکور ازموینې تیاری کورسونو وخت لنډ دی یوازي دری نیم میاشتې دی، زه فکر نه کوم چې دمګړې دی دا کار امکان ولري خو معارف وزارت ته پکار دی چې راتلونکې کې دغه ستونزه اواره کړي. ))
په ورته وخت کې د یادی لیسې یوبل تن زده کوونکې قدرت الله د دولسم باء ټولګې زده کوونکې وايي، دغه ستونزه یوازي چاردري پوری ځانګړې نه دی نورو پښتون میشتو سیموزده کوونکیو ته د افغان ترک دری کتابونه توزیع شوي چې زده کوونکې ورباندي سم نه پوهیږي، هغه وايي، (( زما دری ژبه هم زده، زه تعصب نلرم خو په پیښور کې درس مو په پښتو ویلې له دغه کتاب نه ډیر څه زده کولې نه شم، ددی لپاره د کانکور په اړه راسره اندیښنه موجود ده. ))
همدغه راز د ابرار په نوم موسسه چې ددغه ژمنې کورسونو نظارتې برخې مسوولیت پر غاړه لري یوتن کارکوونکې عمر حبیب وايي،(( دا چې کتابونه افغان ترک لخوا معارف وزارت ته چمتو شوي ممکن دوی له افغان ترک سره په دی اړه خبرې وکړي، ترڅو پښتو ژبو زده کوونکیو ته په مورني ژبه د کتاب ستونزه حل کړي،))
ددی ترڅنګ قنداغا د محمد فتاح شهید لیسې زده کوونکې وايي، ۱۲ کلونو ښوونځې د ناسمو شرایطو له امله په ډیرو ساینسې مضامینو کې ستونزي لري که چیرې د کانکور لارشود کتاب باندی سم پوه نشي نو ښايي چې راتلونکې کې به هیڅ یوپوهنځې ته موفق نه شي.
د کندوز ولایت د پوهنې رییس پوهنیار محمد ظاهر نظم د کانکور د تیاریو د کورسونو لپاره د افغان ترک کتابونو وړاندیز ردوی، هغه وايي (( موږ ۲۰ سلنه د لسم ټولګې زوړ نصاب، ۳۰ سلنه د یوولسم ټولګې نوی نصاب او ۵۰ سلنه د دولسم ټولګې نوی نصاب چې کانکور ازموینه کې د همدي څخه زیات سوالونه راځي ښوونځیو ته مو وړاندیز کړي دی.))
چاردره په کندوزکې یوه له هغو ولسوالیو څخه ده ، چې ډیری اوسیدونکې يي پښتانه دی، دوی وايي چې په مورنې ژبه تعلیم يي قانونې حق دی نو په باور يي په کار ده چې د پوهنې چارواکې دې ستونزي ته پاملرنه وکړي ترڅو د دوی د اولادونو راتلونکې په کانکور ازموینه کې له ګواښ سره مخ نه شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه