لندن: دبي بي سي د خبر له مخې د برتانيا چارواکي وايي، افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون په لندن کې د سولې، ثبات او سيمه ييزې پراختيا په اړه خبرې کړي دي.دوی وايي، درې واړو مشرانو په دغه سرمشريزه کې د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیره خپل ملاتړ بيا اعلان کړ.د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، په دغه درې اړخيزه غونډه کې پر دې موافقه وشوه چې په نژدې راتلونکې کې به دافغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوی پاکستان ته ځي او له ملا برادر سره به ګوري.کابل او اسلام اباد دغه راز پر دې سلا کړې چې د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو چارواکي به د هغو سرحدي سيمو د امنيت په اړه هم سره وګوري، چې وخت ناوخت په کې د تاوتريخوالي پېښې رامنځته کېږي.د لندن په سرمشريزه کې نوازشريف او حامد کرزي موافقه کړې، چې د ترهګرو د پناه ځايونو په له منځه وړلو کې به همکاري کوي.په دغه سرمشريزه کې افغان او پاکستاني لوري د کونړ پر سيند د برېښنا د ګډ بند جوړولو او له ترکمنستان نه د ګازو د نلليکې د غځولو په اړه چې له افغانستان نه تېرېږي هم خبرې کړې دي.دغه غونډه پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال تر پايه نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي او افغانستان به راتلونکی کال د ولسمشرۍ ټاکنو شاهد وي.داسې اندېښنې هم مطرح کې چې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتو سره سم به په دغه هېواد کې تاوتريخوالی او بې ثباتي زياته شي او دا به په افغانستان او سيمه کې د بې ثباتۍ لامل وګرځي.