ډکی پیالی
تول* د مینی یار ته می ساقی نه معلومیږی
راکوه ډکی پیالی چی مي زړه ډیر ځوریږی
هر څومره چی هغی ته مینه خپل څرګندومه
نه راځی باور یی پرما تل را نه پټیږی
څنګه به هغی ته د خپل زړه مینه وِِِِِِښیم
هغه لیونی دی هیڅ په مینه نه پوهیږی
تاته یم راغلی ساقی څو چی تنده ماتی کړم
ځان ته چی یواځی شم غمونه می زیاتیږی
راکه سر په سر ډکی پیالی چی غم می ورکی شی
( مل ) په هوښیاری کی د بیلتون په اورسوځیږی
جرمنی ۱۸-۵-۲۰۰۸
* اندازه
کتل
تا ته کتی نشم که ته ګوری راته ګوره
تن می ټول لرزیږی که ته ګوری راته ګوره
جذبه ستا دمینی ځما په زړه کی ځای نیولی
ځان نشم ټینګویي که ته ګوری راته ګوره
یارځان په دی پوه کړه چی پرما هسی ګرانه یی
سوځیږم بی له تا که ته ګوری راته ګوره
یار ته چی په مخ راشی له خوښی زړه په ټوپوشی
لوند شم په خولو کی که ته ګوری راته ګوره
زه ناروغه نه یم ستا د حسن شغلی زیاتی دی
ستوری دی اورین دی که ته ګوری راته ګوره
بل ځل می په مخ که راغلی سپینه خولګی راکه یار
ډار به د (مل) ورک شی که ته ګوری راته ګوره
***
جرمنی ۱۸-۵-۲۰۰۸
غلی- غلی
ښخی چی باڼه کړه نخره ګر می په ځګر
بیا می سمه ورځ لیدلی نه دی نه اختر
*
یاد ته می راځی چی غلی غلی کتله
د سترګو ادا سره مینه را ښوله
هیڅ می نه هیریږی په ګدر کی مازدیګر
ښخی چی باڼه کړه نخره ګر می په ځګر
*
د دلبر کاته می ساتلی خاطرو کی
ګرځی هر شیبه می دذهن په پردو کی
کله بیا به ووینمه سترګی د دلبر
ښخی چی باڼه کړه نخره ګر می په ځګر
*
اور د بیلتون سوځی هر اندام می د بدن
له ډیر اضطرابه ساه می خیژی له تن
نه وينم دی ورځو کی هغه په بر ګدر
ښخی چی باڼه کړه نخره ګر می په ځګر
*
د ریبار په لاس به نن لیږم ورته پیغام
ګوندی که راضی شی ومنی ځما سلام
بیا به د یارسترګی کاندی جذ ب د(مل) نظر
ښخی چی باڼه کړه نخره ګر می په ځګر
***
جرمنی ۲۹-۵-۲۰۰۸
د مور سره مرکه
ستا له سپینو ویښتوجارشمه ادی
ای ځما ډیر مقد سه فرشتی
*
ځما د پاره مور یی ټوله شپه بیداره
خوب دی نه وه ستا په سترګو تر سهاره
په للو للو زانګو دی ښوره وله
وږی نس ته می شدی دی راکوله
که ناروغ کیدم مور جانی تا ژړلی
لاس او پښی می موری تا را پریمینځلی
په خندا دی مور له خوبه پاڅولم
تل په ورین تندی ادی دی ناځولم
ځما د پاره تکلیفونه دی ایستله
ستا تندی مور یی هیڅ نه ګنځیدله
را چی ښکلی کړم مور ستا لاس اوپښی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
مور یی ته ویی چی هر شی دی راښوله
د سوالونو می ځواب ټول تا ویله
چاپیریال سره آشنا دی کړمه تا
تا را وپیژندل ما ته دا دنیا
چی شم غټ بیا ښونځی ته شم روان
مور یی ستا وه ډیرتشویق چی شم انسان
له مکتبه چی راتلمه پخپل کور
مور یی ستا وه دواړه سترګی ځما په لور
دسترخوان دی ځما پر مخ مورغوړه وله
مزه داری خواړه تا ماته راوړله
تا څارله ځما د ژوند هره صفحی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
تا ویل چی وطن مور دی ځوی جانه
خپل وطن ساتل جز دی د ایمانه
په هر چا باندی چی مور یی ګران وی
سر او تن یی له و طن ځنی قربان وی
دوطن ساتل لوی فرض او ایمان دی
څوک چی نه ساتی وطن نا مسلمان دی
غټ هلک اوم په هر شی ښه پوهیدم
هره ورځ په ډیره شوق مکتب ته تلم
یوه ورځ می مور له تا نه وکړ سوال
چی کړم ځانته معلوم حال او احوال
د وطن وکوه مور ماته قصی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
موری وایه چی څوک مو دښمنان دی
ځمونږ دخاوری څوک ډیربدخواهان دی
دښمنان ستا د وطن انګریزان دی
په تاریخ کی لیکل شوی او عیان دی
څو څو واری پر مونږه یر غل کړی
هر یرغل سره ډیر سخت ماتی خوړلی
د انګریز سر لښکر لوی مکناټن وه
د پلرو مو مخالف لوی مفتن وه
دشیر پور کلا پر مخ ناست په در بار وه
شا وخوا ورته ولاړ ډیر پیره دار وه
افغانان وه را غوښتلی په جرګی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
بی ادب خبری وکړ مکناټن
اکبرخان ته د منل نه وه ممکن
اکبر خان پر مکناټن وکړ ګذار
په یوه ډز مکناټن شو تار او مار
انګریزانو له یو سره ټول په ډار شو
له کابله تر اټکه سره واړه فرار شو
څه وخت پس ته انګریزان راغی له سره
د امیر سره جوړ کړی وه خبره
شور ماشور په افغانان له سره جوړ شو
د وحدت او د یوالی لمن خپور شو
درته وایم د نیکونو تاریخچی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
د افغانانو په همت امان پاچا شو
لر او بر ټول افغانان دهغه تر شا شو
په نونس سوه نونه سم شو آزاد
افغانانو ورسید پخپل مراد
ملایانو باندی جوړه کربلا شو
د انګریزانو سره د هغو جوړ تیا شو
د تکفیر حکم په امان لله خان کړل
انګریزانو باندی هریوځان ګران کړل
وطن ولوید د انګریز په لاس کی بیا
که حضرت وه که وه پیر یاکه ملا
ملایان تل ځیږوی غټی توطیی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
موريي پوه شم دوطن په دی داستان
چی ملا تل وران کړی افغانستان
ملایان اوس هم دولت لری په لاس
پرګنو دی په تشویش او په واسواس
مونږ د پاره مور په کار دی اتفاق
باید هر یو وژغورو ځان له نفاق
موریی تا ویل چی وطن ستا مور دی
د نیکونو او پلرونو ستا ګور دی
موری ګور د خپل نیکونو ساتمه
موری ستا نصیحت هیڅ نه هیرومه
زر به شنډ کړو ددښمن پټ دسیسیی
ستا له سپینو ویښتو جار شمه ادی
*
جرمنی ۱-۶-۲۰۰۸
جذاب سترګی
یوناڅاپه دواړه سترګی می په سترګو ولګیدل
له قفسه زړه می والوت هغه سترګی لټول
سترګی ما داسی جذابه هیڅکله نه وه لیدلی
چی په یو نظر سینی نه می زړه ور پسی تلل
*****
جرمنی ۱۵-۴-۲۰۰۸
څو ځلی …
څو ځلی می درته وویل چی هر ګل نه بویوم
څو ژوندی یم ستا د مینی ګل تازه په زړه ساتم
ستا د مینی ګرم رغبت ځما په زړه کی یار میشته دی
زړه می ستا دعشق کوربه دی ستا نخری په سترګو وړم
که هر څو می ځورویی یاره اختیار ستا خپل دی
زه مبهوت ستا د رخسار یم اوښکی تاته تویوم
عاشقی آسانه نه دی له اغزنو وی ډک لار
زه ورځمه په دی لاره شاته مخ نه ګرځوم
څه چی ته روا ګڼی ځما په سر سترګو قبول دی
خو رقیب ته به نه ګوری که نه ځان به سوځوم
یاره ستا تودی مینی ځما بدن ټول توده کړی
خاطری به دی تل ساتم سر له تا يار جاروم
جرمنی ۱۵-۵-۲۰۰۸
بر كلی ته نه ځمه
نه ځمه نور ښکلی یار ته نه ځمه
نه ځمه نور بر کلی ته نه ځمه
*
نه کوی نظر پر ما مغروره دی
په جور او جفا کی ډیر مشهوره دی
نه ځمه قهرژلی* یار ته نه ځمه
نه ځمه نور بر کلی ته نه ځمه
*
مینه کی هغه ډیر دوکه بازه دی
تش کوی و عدی ډیره بی لحاظه دی
نه ځمه نور تللی یار ته نه ځمه
نه ځمه نور بر کلی ته نه ځمه
*
یار د پردیو خیال پر ما کوی
د رقیب پر مخ راته ښیرا کوی
نه ځمه نور اغلی ** یار ته نه ځمه
نه ځمه نور برکلی ته نه ځمه
*
نه کوم نور مینه د هر چا سره
چی می سترګی مل نشی ژړا سره
(مل) ناپیژندلی یار ته نه ځمه
نه ځمه نور برکلی ته نه ځمه
*قهرژلی :غضبناک ( ** اغلی =محترمي)