دکندهارولایت مقام څخه په رارسېدلي خبرپاڼه کښي ویل سوي دي چي پرون افغان ځواکونو د ارغنداب په خواجه ملک، سرکاري باغ او مرجان کليو کښي د تصفيوي عملياتو په ترڅ کښي د زیاتووسلو او ماينونو تر څنګ دوه تورن کسان هم نيولي دي.
ياد تصفوي عمليات چي د افغان ملي اردو د ځواکونو له خوا په دوو ورځوکښي اجراسول، په ترڅ کښي يې درې راکټونه، ٦ د راکټونو فېوزان، ٩ نهه د راکټ ګلولې، ٤مله کلاشنکوفونه، ١٠ شاژورونه، ١٦ د ماينونو لپاره کارېدونکي بېټرۍ، ٥ د ماينونو فېوزان او ٨ ماينونه کشف او تر لاسه سوي دي.
دیادو ولایت چارواکي وايي چي افغان امنيتي ځواکونو هڅه کوي چي د تصفيوي عملياتو په تر سره کولو د کليو او ليرو پرتو سيمو خلکو ته ارام او هوسا ژوند ور په برخه کړي. وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړ څه نه دي ویلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه