شاعر، ليکول ، ژورناليست او د هلمند دپاره د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له خوا ځوانيمرګ سو .
د هلمند څخه ازاد خبريال عزيز الله شفيع لراوبر ته په يو تليفوني تماس کښي د نوموړي د کورنۍ له خولې څخه وويل چي : نوموړی پرون د نامعلومو کسانو له خوا د کور څخه و ايستل سو او جسد يې نن د هلمند په بولان کښي موندل سوئ دئ .
عزيز الله شفيع زياته کړه چي د نوموړي پر سر د تومانچې ۳ ډزي هم لګېدلي ؛ خو دوی نور هيڅ نه پوهيږي چي دا کار چا تر سره کړي دئ ؛ او د پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخيستې .
نوموړي ته وړاندي هم د وسلوالو له خوا څو – څو ځله د مرګ ګواښونه سوي وه .
- د شاعر، ليکوال او ژورنالست عبدالصمد ژوند ليک
- د شاعر، ليکوال او ژورنالست عبدالصمد په اړه د خواخوږۍ بېلابېل پيغامونه