کور / تازه خبرونه / طالبانو په ارغنداو کي د جنګ خبر ورکړ

طالبانو په ارغنداو کي د جنګ خبر ورکړ

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي تېره ورځ ئې په ارغنداو اولسوالۍ کي د حکومت سره جنګ کړى او په پايله کي ئې د حکومت يو رېنجر له منځه تللى او پکښي سپرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبان ليکي چي دا جنګ د يادي اولسوالۍ د ناګهان په کلي سوى او شاوخوا پنځه ساعته ئې دوام کړى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه اړونده مسئولينو څه نه دي ويلي.