پېښور : دبي بي سي د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا ایالت له هنګو او او ډېره اسماعیل خان سیمو نه د وژل شویو کسانو څلور جسدونه موندل شوي دي.لههنګو نه درې موندل شوي مړي پېژندل شوي دي، چې دوه یې سکه وروڼه او شیعهګان دي، خو دېره اسماعیل خان کې موندل شوی مړی تر اوسه نه دی پېژندل شوی.هنګو کې پولیس وايي، له ښاره دوهکیلومتره لرې میروبک بانډه کې له یوې کندې نه د دوو ځوانانو جسدونه موندلشوي، چې په مرمیو ویشتل شوي دي.د یوه پولیس په وینا وژل کسان د طاهر حسین او علیم حسین په نومونوپېژندل شوي، چې دواړه سکه وروڼه دي.د پولیسو په خبره دم ګړۍ د دغو کسانو د وژل کېدو لامل معلوم نه دی.د یادې سیمې یوه هوټل ته څېرمه کروندې نه د رحمن الله نومي سړي جسد هم موندل شوی دی.د پولیسو په وینا د رحمن الله پر جسد د تشدد نښې نښانې نه لېدلې کېږي او داسې ګومان کېږي، چې د ډزو په وسیله وژل شوی دی.بل لور ته د دېره اسماعیل خان په پرووا سیمه کې له اباسین نه د یوه ۵۵کلن سړي جسد موندل شوی.د ځايي پولیسو په وینا د وژل شوي سړي پر جسد د تشدد نښې نه شته او نه هم تر اوسه پېژندل شوی دی.د پېښور له شاوخوا سیمو نه د دوو کسانو مړي موندل شوي وو.په څمکنیو سیمه کې له کندې نه د یوه ځوان مړی موندل شوی و، چې سر یې ورنه غوڅ شوی وو او پر جسد یې د تشدد نښې وې.پروسږکال اګست نه مخکې د دغه ډول جسدونو موندل کېدل یو معمول وو، چې د یوېمیاشتې مودې کې د ۲۰جسدونو موندل کېدو رپوټونه ورکړل شول. “بل مړی له بهانه ماړي سیمې نه موندل شوی و، چې په ډزو وژل شوی و. پروسږ کال اګست نه مخکې د دغه ډول جسدونو موندلکېدل یو معمول وو، چې د یوې میاشتې مودې کې د ۲۰جسدونو موندل کېدو رپوټونهورکړل شول.د پېښور سترې محکمې هغه مهال د دې پېښو په باب دسپیناوي لپاره د ځايي حکومت لوړپوړي چارواکي محکمې ته وغوښتل، چې له هغهوروسته تر څه مودې پورې هم دغه ډول پېښې په تکرار سره رامنځ ته کېدې.تر څو میاشتې مخکې پورې دغه ډول پېښې لږ شوې، خو اوس یو ځلې بیا د وژل شویو کسانو جسدونه موندل کېدلو پېښې پیل شوې دي.پېښور سترې محکمې ته هره میاشت لسګونه کسان د خپلو بې درکه خپلوانو موندنې لپاره عریضې وړاندې کوي.