دننګرهارولایت دامنیې قوماندانۍ امنیتي چارواکي وايي چي یو غلاسوی الټو موتراو یوموټر سایکل ئې کشف او ترلاسه کړي دي. الټو موټر دجلال اباد ښار داولي ناحیې دمخابراتو دچوک څخه دنامعلومو کسانو له خوا غلا او دبهسودو ولسوالی دامنیې قوماندانۍ امنیتي موظیفنو له خوا دبهسودو پل په ساحه کښي او موټرسایکل دبحرباد په سیمه کښي کشف اوتر لاسه سوي دي چي دهر یوه په تور ئې یو-یو شکمن کس نیول دئ. دچارواکو په وینا دغلا سوی موټر او موټرسایکل کلي ګاني دننګرهارولایت دامنیې قوماندانۍ دامنیتي مرستیال محمد معصوم هاشمي له خوا خپلو مالکانو ته ورسپارل سوي دي اودنیول سو کسانو څخه دامنیې په قومالندانۍ کښي تحقیق کیږي.