پرون د کندهار ولايت په سپين بولدک کي د همدې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا په بهرنيو ژبو د ليکل سويو لوحو څارنه پيل او دوکاندارانو ته جدي خبر داری ورکړل سو چي په بهرنيو ژبو ليکل سوي لوحې ليري کړي.
په ياده ولسوالي کي په بهرنيو ژبو د ليکل سويو لوحو څارنه په داسي حال کي پيل سوه چي تېره ورځ د دغي ولسوالۍ په بازار کي د يو شمېر دولتي کسانو لخوا د شهيد سردار محمد داود خان په نوم د يو څلي پرانيستنه هم وسوه.
د بولدک ولسوالۍ په بازار کي د شهيد محمد داود خان څلی د شپږو مياشتو په جريان کي د دوولس لکه افغانيو په مالي لګښت د کندهار ولايت د امنيه قوماندان له خوا جوړ سو.
د بولدک ولسوالۍ ترافيکي مسوولين د ياد څلي جوړېدل د ښکلا تر څنګ د ترافيکي پېښو د مخنيوي په اړه هم مهم بولي او زياتوي چي د ياد څلي تر جوړېدو وړاندي په دې څلورلاره کي د هري ورځي په اوږدو کي ګڼي ترافيکي پېښي رامنځته کېدې خو د څلي په جوړېدوئې شمېر ډېر ټيټ سوی دئ.
د ياد څلي تر پرانيسلو وروسته د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دوا خان مينه پال د بهرنيو ژبو د لوحو د مخنيوي د څارني سره سم د همدې ولسوالۍ له يو شمېر ځوانانو سره له نږدې وکتل او هغوی په فرهنګي برخه کي خپلي ټولي ستونزي ورسره شريکي کړې.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال وويل، اوسمهال په بولدک کي ډېري فرهنګي ستونزي سته خو ژمنه ئې وکړه چي نور به د يادي ولسوالۍ د فرهنګي برخي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ښاغلي مينه پال د بولدک له فرهنګپالو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چي ډېر ژر به په ياده ولسوالۍ کي د عامو خلکو د ازادې مطالعې لپاره يو کتابتون پرانيزي.