لراوبر ته دننګرهارولایت دامنيې قوماندانۍ څخه په رارسېدلي خبرپاڼه کښي ویل سوي چي دیاد ولایت امنیتي او کشفي موظیفنو ترشک لاندی یو تن او په یوه سراچه موټرکښي ئې یو میل توپک،یو اندازه مهمات او یو ماین ئې کشف کړی ئ .
خبرپاڼه وايي چي دبهسودو ولسوالۍ دامنیې قوماندانۍ امنیتي او کشفي موظیفنو دثمر خیلو په ساحه کښي په یو عراده سراچه موتر کښي یو میل ایم ۴ ټوپک او څلورزره اته سوه (۴۸۰۰)دکلاشنکوف مرمۍ کشف کړي چي په تور یی دوه تنه نیولي، خبرپاڼه زیاتوي چي یاد دوه کسان دامنیې قوماندانۍ دترهګري پرضد دمبارزی مدیریت ته دتحقیق له پاره سپارل سوي دي.
دخبرپاڼي په حواله دبهسودو ولسوالۍ دامنیې قوماندانۍ امنیتي موظیفنودثمر خیلو په ساحه کښي یو تن سړی تښتونکی او لاروهونکی دغني خېلو ولسوالۍ دګولایي اوسېدونکی چي څه موده وړاندی ئې په ختيځ زون کښي دپولیسو دښوونیزمرکز یوتن استاد تښتولی ؤ، دیو کرولا موټر سره یو ځای نیولی چي دامنیې قوماندانۍ دجنایی جرمونو پرضد دمبارزی مدیریت ته سپارل سوی دئ په خبرپاڼه کښي لیکل سوي دي چي ددریمي ناحیې په ساحه کښي دخلکو په مرسته او همکاري چي دپولیسو د ۱۱۹ عاجلي شمېرې سره ئې تماس نیولي ؤ،یو مقناطیسي ماین چي دارزاقو کوڅې په یوه کور کښي ځای پرځای کړی ؤ مخکي دچاودیو کشف او خنثی کړ .