کور / تازه خبرونه / د پارون مرکز او ډیوی کلي ترمنځ د سړک جوړوني چاري پیل شوی

د پارون مرکز او ډیوی کلي ترمنځ د سړک جوړوني چاري پیل شوی

د نورستان ولایت مرکز پارون او ډیوی کلي ترمنځ شاوخوا شپاړس کیلو متره سړک د جوړوني چاري رسماً د نورستان والي ښاغلي تمیم نورستاني او ددي ولایت مامورینو لخوا پرانستل شوي .
د نورستان والي تمیم نورستاني وویل چي د یاد سړک مالي لګښت شاوخوا اووه میلونه افغاني کیږي چي د ټولګټو چارو ریاست لخوا ورکول کیږي .
دده په وینا چي ددي سړک چاري یوه خصوصي ساختماني شرکت ته ورکړل شوي چي ډیر ژر به یی کارونه بشپړ شي .
بل پلو د پاورن یو شمیر کلیوال خلک ددي سړک جوړیدو ته هیلمند دي چي ژر تر ژره يي کارونه بشپړ شي .
د یادولو وړ ده چي له دي وړاندي هم د پارون او کران او منجان ولسوالیو ترمنځ د شاوخوا لس کیلومټره سړک جوړوني چاري پیل شوي وي