کور / تازه خبرونه / ویسا: د امنیتي تړون پر سر اختلافات لا پرځای دي

ویسا: د امنیتي تړون پر سر اختلافات لا پرځای دي

ویسا: د امنیتي تړون پر سر اختلافات لا پرځای دي

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسیون مشر سناتور کارل لېوین له خولې لیکلي؛ که امنیتي، دفاعي تړون ژر لاسلیک نه شي، پر افغانستان به د امریکا مرستې بندې شي.

ویسا ورځپاڼې “د امنیتي تړون پر سر لا اختلافات پرځای دي” تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې راغلي امریکا د هغو ژمنو له عملي تضمین څخه ډډه کوي چې؛ له جان کیري سره د ولسشمر کرزي په خبروکې پرې توافق شوی و.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي؛ دوهم دا چې افغان دولت ته دا پیغام ورکوي چې؛ په لویه جرګه کې د دوی د پوځیانو د قضايي مصوونیت او نورو شرایطو خبره ډېره ونه شاربي که نه مرستې به بندې شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي د امریکا او افغانستان او په ټوله کې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې اړیکې او قراردادونه نور باید د نړیوالو نورمونو او اصولو په رڼا کې داسې تنظیم شي چې؛ دهر لوري امتیازاو مکلفیت په کې روښانه شي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ اوس افغان دولت ته په کار ده چې د امریکا دغه ډول څرګندونې جدي ونیسي.

د لیکوال په اند ځکه دغه هېواد مخکې هم پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ښايي له دې وروسته یې هم ونه کړي او که غواړي له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک هم کړي؛ نو د دې لپاره باید نړیوال تضمین ترې واخلي؛ څو په راتلونکي کې جوابګویه واوسي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ که څه هم ډير کسان له امریکا سره د امنیتي تړون د وخت اړتیا او له ګاونډیو څخه دنجات وسیله بولي، خو حقیقت دا دی چې، د داسې ملي مسایلو او تړونونو پر وړاندې د امریکا فشار او بېړه هم د امریکا او هم د افغانستان په زیان ده.

د لیکوال په باور ځکه چې دواړه هېوادونه له دغه تړون نه اوږد مهاله ګټې او هداف لري، اړینه ده چې، امریکا د دې تړون د ژر لاسلیک لپاره نورې اقتصادي او مالي لارې د ګواښ په توګه وړاندې نه کړي او په دې اړه د رابلل کېدونکې مشورتې لویې جرګې پرېکړې او تصمیم ته بشپړ درناوی ولري.