کور / تازه خبرونه / د ١٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ١٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په غورک اولسوالي کي ئې لس وسله وال وژلي.
چارواکي وايي چي ياد کسان د يادي اولسوالۍ په کپاک نومي کلي کي وژل سوي.
په دې اړه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي لومړى د وسله والو او حکومتي ځواکونو له لوري جنګ سوى او په پاپله کي ئې ياد شمېر وسله وال وژل سوي .
خبرپاڼه همدا ډول ليکي چي د يادو کسانو څخه وسلې او مهمات هم د دوى لاس ته ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.