په زابل کی دپوليسو دکنډک د قوماندان پر کور ځانمرګى بريد شوی ، چارواکي وايي په برید کي یو پولیس او خپله بریدکوونکى وژل شوی او درې پولیس ټپیان سوي دي، دچارواکو په خبره دکنډک قوماندان تیره ورځ دحج د مبارکي فریضې څخه را ستون شوى وو چی برید کونکي په خپله بګړۍ کي چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي ول او د مبارکۍ په پلمه ورته راغلى او ځان ئې چاودلى دئ .
ځانمرګى برید نن شنبه ماځيګر څلوربجې په مرکز قلات کی دپولیسو دکنډک قوماندان محمد اصف توخي پر کورپه لومړۍ دروازه کي ترسره سوى چي په پايله کي ئې يادو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. دکنډک قوماندان محمد اصف توخي وایي : تازه دحج دمبارکي فریضې څخه راستون شوی دئ او خلک ورته دمبارکۍ له پاره راځي، دنوموړي په خبره دغه برید کونکی هم دخپلي بګړۍ څخه په استفاده تركنډک پوري ځان رارسولى وو او په ځان پوري تړلي چاودیدونکی توکی یی چولي خو خپلي موخي ته تر رسیدو وړاندی دپولیسو لخوا وپیژندل شو ، ښاغلي توخی وایی دپیښي سره یی په تړاو څلور کسان هم نیولي دی .
وسله والو طالبانو ددغه برید مسؤلیت پرغاړه اخستي ددوسله والو طالبانو ویاندی قاری یوسف احمدي وایی په برید کی څلور پولیس وژل سوي او شپږ ټپیان دي ، نوموړی وایی دغه راز یی په شاجوي او نوبهارولسواليو کی هم دماین په چاودنوکی څلور کسه دولتي کسان وژلي دی ، خو چارواکی دطالب ویاند دغه ادعا نه مني ، دیادولو وړده چی په زابل کی په تیرو څو میاشتو کی دا څووم ځانمرګئ برید دی چی پر دولتي ځواکونو ترسره کیږي .