دخوګیاڼو ولسوالی اړوند د خوازه خیل په ساحه کی دافغان اسپیشل فورس خاصوقطعا تو تیره شپه د۱۱ بجوڅخه ترسهارد ۴ بجو پوری ګډ عملیات ترسره کړی دي. د سمونیار حضرت حسین(مشرقیوال) دمطبوعاتود امرپه وینا ددې عملیاتو په نتیجه کښي ترشک لاندی پنځه کسان ددوه میله کلاشنکوفونواو یو میل تفنګچی سره یو ځای نیولی سوی دي.
همدارنګه دمشرقیوال په وینا، ددننګرهارولایت دامنیی قوماندانی اړوند دچټک غبرګون قطعی اوګډو امنیتی ځواکونو دعملیاتو په په پایله کی چی دشیرزادو ولسوالی دستری تورمی په ساحه کی دشپی د۱۰ بجو څخه تر ۱۲بجو پوری تر سره کړه دنیازمحمد دمحمد ګل دزوی په کور کی یی دهیروینو(پوډرو)دوې کارخانی کشف او له منځه وړی او پنځه عدد دکلاشنکوف شاجورونه او دوه نظامی پرتلی یی پلاس راوړی دی ښاغلي مشرقیوال وايي چي په یادوعملیاتو کی امنیتی ګډو ځواکونو او ملکی وګړو ته کوم ځانی زیان ندی اړول شوی.
ښاغلي مشرقیوال زیاته کړه چي دامنیی قوماندانی اړوند دمهمندری ولسوالی امنیتی او کشفی موظیفنو د۲۷ ویالی په ساحه کی دمخکنی اطلاع پراساس په یو پلاستیکی بوری کی دراکټ انداز (۱۳) ګولی او دکامی ولسوالی دترهګری پرضد دمبارزی امریت کارمندانو داخنذادګانو په ساحه کی په زراعتی ځمکه کی یو کړی خود سازه ماین چي دهیواد او خلکو ددښمنانولخوا دتخریبی او ترهګریزواعمالو دسرته رسولوپه موخه ځای پرځای کړی شوی وه له نیکه مرغه موخی ته درسیدو څخه مخکی کشف او خنثی کړی .
پرون دعقرب په ۳ نېټه دغرمی مخکی په لسو نیمو بجو ددولت دمخالفینو لخوا دبتی کوټ ولسوالی اړوند دخیال پمپ سره نژدی دفارمونوپه ساحه کی دامنیتی ځواکونودګډ کمسیون په موظیفنودګزمی پرمحال دسپکو اودرندو وسلوانداختونه ترسره شول او وسله واله نښته رامنځ ته شوه چي تر پاوباندی ۱۱ بجو پوری دوام درلود په پایله کیی ددولت دری تنه مخالفین وژلی او نورو یی دسیمی څخه تیښته کړی پدی نښته کی امنیتی ځواکونو ته ځانی زیان ندی اړول شوی خو ددښمن دانداخت پواسطه یو تن ملکی ماشوم ټپی شوی دی .
دخبر رالېږونکی: سمونیار حضرت حسین(مشرقیوال)