کور / تازه خبرونه / دميدان وردكو چارواكي وايي په نظامي عملياتو كي ٨ طالبان وژل سوي٢ژوندي نيول سويدي

دميدان وردكو چارواكي وايي په نظامي عملياتو كي ٨ طالبان وژل سوي٢ژوندي نيول سويدي

په میدان وردګو ولایت کې د دوه وسله والو طالبانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل لوړ پوړی وسله وال طالب قوماندان ژوندی نیول شوی دی .
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې تېره شپه ناوخته د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی وسله وال طالب ملا نعیم او یو بل سیمه ییز قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو بل مهم قوماندان مولوی حمیدالله د یوه اندازه چاودیدونکو توکو ،وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندی نیول شوی دی .
په یادو ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی .