د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دا مهال يې د سل مليونو افغانيو په ارزښت د لسو ښوونځيو لپاره د نويو ودانيو د رغولو چارې روانې دي، يادې څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچي ځاځي د حضرت بلال ليسې لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال کړي.
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د ديارلس مېليونه افغانيو په ارزښت د حضرت بلال لېسې لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره ددې ولايت د پوهنې رئيس او نورو ګڼو مسؤولينو لخوا کې کېښودل شوه.
د يادو مراسمو پر مهال د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچي ځاځي وويل، چې د يادې اته ټولګيزې ودانۍ مالي لګښت د پوهنې وزارت د پراختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.
ښاغلي ځاځي ژمنه وکړه چې د سيمه ييزې ادارې په مرسته به ډير ژر د ښوونځيو لپاره د پاتې نورو يو شمير ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شي.
په پکتيکا نږدې يو سل درې څلوېښت زره زده کوونکي د درې زره شپږ سوه ښوونکو لخوا په درې سوه شپږ څلوېښت بابه ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، چې يوازې دريمه برخه ښوونځي يې ودانۍ لري او ګن شمير زده کوونکي اوس مهال هم تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي.