د پكايكا چارواكي وايي د پنج شنبې په ورځ ناوخته ماښام د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په تراکتور موټر پسې بمي چاودنه شوي چې له امله يې يو تن ملکي وګړی شهيد شوی او درې نور ټپيان شوي دي، له يادې پېښې نيمه ګړۍ وروسته د پېښې سيمې ته نږدې يوې بلې بمي چاودنې څلور تنه ماين خښوونکي ووژل.