کور / تازه خبرونه / د نورستان د امنیې نوي قومندان په دنده پیل وکئ

د نورستان د امنیې نوي قومندان په دنده پیل وکئ

د کورنیو چارو وزارت لخوا د نورستان لپاره نوی امنیه قومندان او د امنیتي چارو امیر له ګمارولو وروسته د نورستان په کچه تر ټولو لوړ امنیتي چارواکي پولیسو ته وروپیژندل شول.
د نورستان والي تمیم نورستاني ددي مراسمو په پیل کي مل پاسوال عبدالباقي نورستانۍ چي د امنیه قومندان په توګه او سمونوال شیرزاد چي د امنیت د امیر په توګه يي دنده نوي پیل کړی پولیسو ته ور وپیژندل نورستاني له امنيتي مشرانو غوښتنه وکړه چي د امنیت د لا پیاوړتیا په موخه دي خپل کارونه ګړندي کړي.
بل پلو امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني ژمنه وکړه چي د ولایت تر چتر لاندي به له نورو امینتي اورګانونو سره په ګډه کارونه پرمخ بیا يي نوموړي وايي چي د امنیت د سمون لپاه يي پلانونه د نورستان د جعرافیي له مخي جوړ شوي دي.
نورستانیان نوي امنیه قومندان راتګ ته خوشبین دي او ګڼي غوښتني تري لري وايي چي امنیت د سمون لپاه دي پلي ګامونه اوچت کړي.
بل پلو نن ددواب ولسوالي په مرکز کي یو ماشوم د تښتونکو له منګلو وژغورل شو د ددواب سیمیز چارواکي وايي چي تښتوونکي تښتیدلي دي او شپږ کلن ماشوم چي د لعمان ولایت اوسیدونکي وه پولیسو لاس ته ورغلي دي.