دغه ټکی په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون استازي د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ په جوړه شوې امنیتي غونډه کې وکړ او زیاته یې کړه په میدان وردګو ولایت کې هر ورځ تر دوه سوه پنځوس تنو پورې د رایې ورکونې کارتونه اخلي .
د دغه چارواکې د معلوماتو له مخې په لومړیو کې دغه پروسه ډېره کمزورې روانه وه،خو اوس مهال په چټکۍ سره پر مخ ځي،چې تر دا مهال د پنځه زره پنځه سوه میرمنو په ګډون نولس زره تنو د رایې ورکونې کارتونه اخیستي .
ده همدا راز د دغه ولایت په درې ولسوالیو ( دایمیرداد،جغتو او نرخ) کې له دې امله اندېښنه څرګنده کړه،چې خلک د رایې ورکونې کارتونو اخیستو ته په ښه توګه نه راځې،خو په وینا د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د دوی د کارکوونکو او د نوم لیکنې د سیمو امنیت په بشپړ ډول نیول شوی او تر دا مهاله له کومې امنیتي ستونزې سره ندي مخ شوې .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د هر افغان دنده ده،چې د ټولټاکنو په ښه ترسره کېدو کې ونډه واخلي،ده زیاته کړه،که څه هم د دغه ولایت د نورو ولسوالیو د قومي مشرانو په ګډون د یادو درې ولسوالیو مشرانو هم ژمنه ورسره کړې وه،چې د کارتونو اخیستلو لپاره به خلک رابلي او په دغه برخه کې به بشپړه همکاري کوي،خو یو ځل بیا به هم له دغه مشرانو سره د دغه ستونزې د حل په موخه خبرې اتري وکړي .
په همدې حال کې د میدان وردګو والي د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې په وروستیو کې پخپلو چټکو فعالیتونو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ته تر ډېره حده مثبت بدلون ورکړی دی .
ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز د محافظت عامه له مسؤلینو هم مننه وکړه،چې خپل اکمالاتي قطارونه د همغږۍ له مرکز سره په تفاهم له دغه ولایت څخه لیږدوي،چې له امله یې په تېره میاشت کې د اکمالاتي قطارونو په وړاندې هیڅ پېښه نده رامنځته شوې .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه