د نورستان ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د ښووني او روزني وزارت تر چو کاټ لاندي د جک نومي موسسي په مالي لګښت د ښوونکو د وړتیا د لوړولو په موخه سیمنارونه پیل شول.
د پرانستو په مراسمو کي د نورستان والي د ښووني او روزني ریاست چارواکو د جک موسسي مسولینو او ګڼو ښوونکو برخه لرله.
د نورستان والي ښاغلي تمیم نورستاني له ښوونکو وغوښتل چي له یادو سیمنارونو پوره پوره ګټه پورته کړي نوموړي جک موسسي مسولین هم وهڅول چي په نورستان کي دي د خپلو کارونو لړۍ نوره هم وغزوي
بل پلو په نورستان کي د جک موسسي ولایتي مسول احمدالله وویل:
چي د دوي د روزني لړۍ اوږده ده او هڅي کوي تر څو د ټول نورستان ښوونکي مسلکي وروزل شي
نوموړي له دولتي او ملکي مشرانو غوښتنه وکړه چي د یاد پرواګرم په مخته تګ کي دي له دوي سره پوره مرسته وکړي
د یادولو وړ ده چي د نورستان د ښووني او روزني تر چوکاټ لاندي دا څووم ځل دي چي د جک موسسي لخوا ورته سیمنارونه پيلیږي.