کور / تازه خبرونه / کندهار: ٧٠ زره کورونو ته د ښاروالۍ له خوا شمېرې ورکول کيږي

کندهار: ٧٠ زره کورونو ته د ښاروالۍ له خوا شمېرې ورکول کيږي

دښاروالۍ له خوا د کندهار ښار د منظمېدو په موخه ٧٠ زره کورونو ته اساسي نمبرونه ورکول کيږي.
کندهار ښار چي د پخوا په پرتله پکي د وګړو د شمېر تر څنګ د ودانيو شمېر هم په زياته کچه غځېدلی د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي پلان لري، چي د ښار په بېلا بيلو سيمو کي اويا زره کورونو او ودانيو ته د اساسي ثبت نمبرونه ورکړي او زياتوي چي دوی به د لږ وخت په اوږدو کي ياده لړۍ د ښار تر ټولو ځايونو پوري ورسوي.

کندهار ښاروال محمد عمر عمر په کندهار ولايت مقام کي د ناحيو د ستونزو د څېړولو په موخه يوې جوړې سوې غونډي ته چي د کندهار والي او ټولو ناحيو وکيلانو تر څنګ پکي د يو شمېر امنيتي حوزو مسوولينو هم ګډون درلود وويل، ياد نمبرونه چي د نړۍ په پرمختليو هيوادونو کي کارول کېږي په مرسته يې د اړتيا پر وخت هر کور او هره ودانۍ په ډېر اسانه او بېړني ډول پيدا کېدای سي او ټول مشخصات به يې له ښاروالۍ سره ثبت وي.

کندهار والي يادې غونډي ته د خبرو پر مهال د ټولو ناحيو وکيلانو ته سپارښتنه وکړه چي په خپلو خپلو ناحيو کي بايد ټولي بيارغنيزي چاري په دقيق ډول وڅاري تر څو ځيني غاصبين او هغه کسان چي غواړي د خپلو ودانيو او کورنو د جوړولو پر مهال د ښاروالۍ له ټاکلو مقرراتو څخه سرغړونه وکړي بايد په اړه يې د ښاروالۍ موظفينو ته خبر ورکړل سي.

د حوزو امرينو د غونډي په ترڅ کي له عامو خلکو څخه د امنيت د سمون په موخه له پوليسو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه، دوی وويل، ډېری مهال د ښار د بېلابېلو سيمو په کثافتدانيو کي د وسلوالو وېره اچوونکو له خوا په کثافاتو کي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کېږي، دوی غوښتنه وکړه که چيري عام خلک د دې ډول پېښو په اړه له پوليسو سره همکاري وکړي او پوليسو ته خبر ورکړي نو په خبره يې امنيتي پېښي به تر ډېره کمي سي.