کور / تازه خبرونه / خوشت:ژر هغه وزارتونه اعلانوو چي دلته يې خپله بودجه نده مصرف کړي

خوشت:ژر هغه وزارتونه اعلانوو چي دلته يې خپله بودجه نده مصرف کړي

دخوست ولايت مقام په دفتر کې د خوست والي ښاغلي عبدلجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې د يوې ځانګړي ناستې پرمهال پرېکړه وشوه، چې ډېر ژر دې هغه وزارتونه د اونيز مطبوعاتي کنفرانس د لارې اعلان شي، چې په خوست ولايت کې يې په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې دغه ولايت ته بېلا شوې انکشافي بودجه په مصرف نده رسولي او په خپلو ژمنو، پروژو او د بودجې په مصرف کې پاتې راغلي.همداشان هغه وزارتونه چې پدې توانېدلي، ترڅو خپله بودجه په مصرف ورسوي، هغوى به هم د رسنيو د لارې اعلان او خپلو ولسونو ته به د تقدير او ستاينې په موخه په ګوته شي.

پدغه ناسته کې دخوست ولايتي ادارې وياند مبارزمحمدځدراڼ ته دنده وسپارل شوه، چې پدې هکله دې له ټولو اړونده رياستونو او ادارو څخه دقيق مالومات راټول او د رسنيو د لارې دې ولس ته په ډاګه کړي.

ډېر ژر دې يو پلاوى پلازمېنې کابل ته سفر وکړي او هلته دې د لوړپوړو مقاماتو سره په جديت سره مطرح کړي، چې په پلازمېنه کابل کې دخوست ولايت لپاره د پرمختيايي جوړ شوي کنفرانس کې د و لايتي ادارې له لوري شويو وړانديزونو، غوښتنو او ضرورتونو ته دې عملي جامه وروغوستل شي او ترڅنګ دې پوره هڅه وشي، چې د روان کال لپاره ځانګړې شوې انکشافي بودجه چې تر اوسه هم له بده مرغه ځينو وزارتونو نده رالېږلي، راولېږدوي او دلته پرې د پلان سره سم انکشافي او بيارغنيز کارونه ترسره شي.

د پرېکړو په دوام وويل شول،چې ځينو وزارتونو ته د پلونو، سړکونو جوړولو، تعميرونو او د يو شمېر پخوانيو پروژو د اساسي ترميم په موخه څو مياشتې وړاندې قراردادونه لېږل شوې، خو تر اوسه يې د منظورۍ چارې د ځنډ سره مخامخ شويدي، نو په همدې مناسبت بايد دغه او نور اړين کارونه په عملي ډول تطبيق کړي او چارې يې بل وخت ته ونه ځنډوي.

د غونډې ګډونوالو پدې ټينګار کاوه، چې خوست د افغانستان يو ډېر مهم او ستراتيژيک ولايت دى، نو دلته د کارونو د ښه تنظيم او پرمختګ په موخه ډېره اړينه ده،چې د دغه ولايت په هره برخه کې تشکيلات د دويمې درجې ولايت ته لوړ شي.د دوى په خبره له دريمې څخه دويمې درجې ته د ولايت د ارتقاع مسايل تر ډېره بريده نهايي شوي، چې اوس يوازې د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړې ته منتظره ده .خو د دوى په خبره شته ضرورتونو، دويمې درجې ته د ارتقاع طى شوي مراحل او د دغه ولايت جغرافيايي موقعيت ته په کتو سره بايد سر له اوسه يې په تشکيلاتي برخه کې اقدامات وشي.

دوى له بهرنيو مرسته کوونکو هېوادونو او موسساتو څخه د غيراختياري بودجې د ترلاسه کولو او ولايتونو ته په خپل وخت سره د هغې د لېږدولو لپاره په مرکزي کچه ديوه ځانګړي مېکانېزم او طرحې د رامنځته کېدل خورا مهم وبلل او غوښتنه يې وکړه،چې د مرکزي حکومت سکتوري وزارتونه بايد داسې اغېزمن مېکانېزم جوړ او له ډونرانو سره يې شريک کړي، چې څنګه کولى شي، له مرسته کوونکو هېوادونو او مرستندويانو څخه غيراختياري بودجه ترلاسه او ولايتونو ته يې د مهمو پروژو د تطبيق په موخه په مناسب وخت کې ولېږي.

دولايتي ادارې مشرتابه د ځانګړي مېکانېزم ايجادول، د چارو شينونکي او اقتصادپوهان هم تاييدوي او په وزارتونو نيوکه کوي، چې دوى بايد د بهرنيو ځواکونو له وتو مخکې په يوه داسې مېکانېزم کار کړى واى، چې د پي ار ټي ګانو تشه يې ډکه کړي واى.خو دوى هم غوښتنه کوي، چې اوس هم کافي وخت شتون لري، چې بايد سکتوري وزارتونه ترې په مسلکي ډول سره پرځاى استفاده وکړي او داسې تګلاره او پاليسي رامنځته کړي، چې د هغې په اساس له مرستندويه هېوادونو او موسساتو دضرورت وړ غيراختياري بودجه ترلاسه کړي.