کور / تازه خبرونه / د نورستان استخباراتو نوي مشر دنده پیل کړه

د نورستان استخباراتو نوي مشر دنده پیل کړه

د نورستان ولایت د ملي امنیت لپاره د نوي ټاکل شوي مشر د پیژندني په مراسمو کي ددي اداري کارمندانو د نورستان والي امنیه قومندان او ګڼ ملکي او نظامي مامورینو برخه لرله
د نورستان والي تمیم نورستاني جنرال جمیع الله نورستانۍ ولسي او دولتي خلکو ته ور وپیژند نورستاني ددي اداري د تیرو مشرانو هڅي وستایلي او له نوي ریس څخه يي غوښتنه وکړه چي نور دي په امنیتي کارونو کي ګړندي توب راولي
بل پلو نورستاني ژمنه وکړه چي د ولایت تر رهبري لاندي خپلو کارونو ته پیاوړتیا ورکوي نوموړي وايي چي نورستان د وسلوالو ځاله ده او لمنځه وړل يي ددوي دنده ده.