کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که … يو غښتلی، مرکزی، دموکراتيک او ملی دولت وي؟

که … يو غښتلی، مرکزی، دموکراتيک او ملی دولت وي؟

که راتلوونکی دولت ،يوغښتلی مرکزی دموکراتيک اوملی دولت وي ؟ ،نوزموږ ګران هيوادافغانستان داوسنی کړکيچ څخه ژغوريدلای سی،اوبله لاره ددی وضعی دليری کولو اودمنځه وړلودپاره نسته !

زياتره تر دريوولسيزودي چې زموږ دګران هيواد افغانستان شريف ،متدين ،زړه ور،مظلوم اولس ديوی ټپل سوی غير عادلانه اوويجاړونکی جګړی په اور کې سوزی چې ددی څولسيزودورانکی جنګ جګړو په نتيجه کښې تريوميليون زيات افغانان شهيدان سول اوپه سل هاوزره يې معيوب او په زرهاونوريې په خپل پلرنی ټاټوبی (ګران هيواد)په دننه کی آواره اولالهانده او په ميليونونه نوريې دهيواد وپريښيدولوته اړ اومجبوره سول اواکثريت برخه ددی کډوالو په پردی هيوادونوکښې په ډيره بده وضعه،بی وزلی اوغربت کې دهجرت اوکډوالی ژوند په ډيرغيرانسانی حالت کې تيره وي ، او دهيوادپه دننه کې پاته نورزموږغيرتمن ،پتمن اوباتورهيوادوال اوجګړی ځپلی اولسونه دجګړه ماروګروپونو، بانډونو، جنګسالارانواوقومندان سالارانو،ظالموواکدارانودخوا ديرغمل سوی کسانوپه ډول دهغوی دمريانواوغلامانو په شان دهيڅ ډول انسانی اوبشری حقوقو اوامتيازاتوڅخه برخورداره ندی اودژوند شپی او ورځی دلوږی ،دبی کوری ،دبی دوای اونوروډيروستونزو،مشکلاتواوپرابلمونوسره تيره وی اوسبا کوی ،دافغانستان خوار مظلوم اوجګړی ځپلی خلک دلوږی نه مری دخوړلواودخوارکی موادواودشيانوله نشتوالی په بدل کې واښه خوری اواوس دوښودخوړلوڅخه په ډېروبدوناروغيو اخته سوی دی ،دسرپل دکوهستاناتودولسوالی يوشميراوسيدونکی وايی چې يوشمير ډېرزيات خوار اوغريب اوبی بضاعته خلک دخوړلواودغذايی موادواودډوډي دنشتوالی له کبله دواښووخوړلوته مجبوره سويدی ،دوي دمزارشريف ولايت راغلی وه چې دچارواکوڅخه په دی هکله مرسته ترلاسه کړی دوي وچارواکوته وويل چې ددی ولسوالی يوشمير ډېرکمکيان اوکوچينيان ،ښخی اونارينه ډيرسخت پريشانه اوناروغی سويدی دی اوهمدارنګه دغزنی په ولايت کې يوشمير خلک دوښوخوړلوله کبله په ډول ډول ناروغيو باندی اخته سوی دی ددغوخلکو له جملی څخه يوتن يې دجلال الدين په نوم خبری رسنيو ته ويلی :هره ورځ دغره اوغرنې واښو نه لکه دکرهڼی زيره ،کدوګګ ،چرمک څخه دخوړواوغذايی موادوپرځای ددغووښوڅخه کار اخلی ترڅودلوږی څخه مړ نه سی ،ده وويل چې ددغووښودخوړلوپه نتيجه کښې خصوصآ کمکيان اوکوچينيان دمعدی ،دستونی اودکلموپه ناروغيو سره اخته سوی دی .

اوهمدارنګه څه موده مخکی دراسيدلی ګزارشونوپربنسټ دبدخشان ولايت په سرحدی ولسواليوکې دغزنی ولايت داجرستان په ولسوالی کې دخوړلودټوکواوغذايی موادو دنشتوالی له کبله اړين اومحتاجه خلک غرنې واښه خوري چې دډول ،ډول ناروغيو سره مخامخ سوی دی لاندنی انځور دغه ناروغه خلک دی چې دغذايی موادو پرځای يې واښه خوړلی دی .

څه موده مخکی دننګرهار په ولايت کې په سلګونو خلکو د خوراکی توکو د بيو د لوړوالی له کبله لاريون وکړ. که څه هم خلک نه پوهيږی چې دا آزاد بازار دې چې ورځ تر ورځه هغوى دبيوزلې سره مخامخ کوی، خو د دې ډول مظاهرو سره راڅرګنديږی چې خلک د آزاد بازار څخه کرکه لری

آزاد بازار او د خلکو کرکه

دبلخوا څخه د افغانستان خلکو ته د “نړيوالې ټولنې” تحفه وګوري چې زموږ يوشمير ګران هيوادوالودخارجی يرغلګرو،امريکايی،انګليسی ،کاناډايی .هالنډی .استراليايی ،ايسافی اوناټويی قواووتربمباردونولاندی په ډليزه توګه خپل خوږژوند دلاسه ورکوي بی ګناه خلک وژل کيږی،کوچينيان ،ځوانان ،ښځې اونارينه هره ورځ شهيدان کيږی ، کلی اوداسيدوځايونه يې ورانيږی کورونه يې دافغانی دوداودستور اوافغانی کلتوری اوفرهنګی مناسبات خلاف تلاشی اوپلټل کيږی بی ګناه خلک ديرغلګروقواوپه جيلونواومحبسونوکښی په کلنو،کلنوتر نظارت اوتوقيف اوشکنجی لاندی راوستل کيږی .


دافغانستان خلک د لويديځو هيوادونو د ائتلاف په وړاندى ډېری ګوتنيونی لری

څوورځی مخکی ، د افغانستان جمهوررئيس محترم حامد كرزى په افغانستان كې د لويديځو هيوادونو د پوځونو عمليات تر ګوتنيونو لاندى راوست.کرزی صاحب د هند له ټلويزيون سره په خپله مركه كې وهغو غلطيو ته زياته پاملرنه ور واړه وله چى د ائتلافى ځواكونو دخوا دافغانستان دخوار اومظلوموخلکو په وړاندی په ښکاره ډول ترسره سوى اوترسره کيږى.
د دغو ګوتنيونو بنسټيز مفهوم داسى وښودل شو: د ائتلاف د ځواكونو پوځى عمليات مطلوبه نتيجه نه وركوى. دغو ځواكونو د تروريستانو اډې يې ندی دلمنځه وړي. د بهرنيو پوځونو د گوزارونو په نتيجه كې زيات وخت ولسى بى گناْه افغانان زيانمن كيږى. هغه طالبان چى وسله ئى پر ځمكه ايښى او په افغانستان كې ئې نوى نظم منلى دى، زياتره وخت بىله هر ډول شواهيدواسنادونونه تر تعقيب لاندى نيول كيږى. د همدغو ترسره شوو غلطيو په نتيجه كې په هيواد كې د زور زياتى څپى نورى هم زياتې شوي دي . نړيواله ټولنه افغانستان ته د تروريزم پر ضد د مبارزې په خاطر راغلې ده او دغه مبارزه بايد واقعى او اغيزمنه وى.
تر اوسه پورى په افغانستان كې د ائتلاف د ځواكونو د ناكامو عملياتو په اړه يوازى د امريكائى سياستوالو او د ناټو د مشرتابه د خبرو دمخى نه ښه قضاوت كيدلاى سی. دوي وخت په وخت په افغانستان كې د پوځى حضور د زياتولو د ضرورت مسئله پورته كوی . خو په هيواد كې د وضعې خطرناكه وده او د لويديځ ضد روحيې پراختيا او پياوړتيا کيدل هم ،دكابل چارواکی يې و دې ته اړ كړى دي چې هر څه ته خپل نوم واخلى.
د امريكې متحدو ايالتونو او په ناټو كې د دوى متحدينو په افغانستان كې ټوله ډډه پر پوځى زور لگولى دی. په داسى هيواد كې چې ډير ه موده په کلنوکلنو جگړې ځپلى كورنى ، په كنډوالو كى پروت دى او له سختو اقتصادى ستونځو سره مخامخ دى، پر پوځى زور ډډه لگول بى گټې كار دى. د روسيې د ختيځ پيژندنې د انستيتوت يو كارپوه ويكتور كارگون د خپل همدغه نظر د څرگندولو په ترڅ كې زياتوى:
«زما په نظر د تروريزم پر ضد د مبارزې يوازينى اغيزمنه لاره د خلكو د ژوند ښه كول دى . يا په بله ژبه اقتصاد ته بايد په زيات گړنديتوب وده وركړى شى، د بيكارى پر ضد مبارزه وشى ، د اقتصاد نوى څانگې جوړى شى او د افغانستان د كليوالى سيمو له ودې سره همكارى وشى. »
خو لويديځ ائتلاف د دغو کارونو کولو ته نه دى چمتو. او ددې كومې نښې نښانې څخه هم ښكارى چى لويديځ ائتلاف غواړى په افغانستان كې د خلكو د ژوند د پوړى د لوړولو دپاره په ميلياردونو ډالر ولگوى. نو ځكه په افغانستان كې په منځ ته راغلى وضعه كښې د ژورو بدلونونو راتللو ته هم انتظار نه شى لرل كيداى .

که په همدې وروستيو کې مو د کابل ښار ليدلی وی، پام به مو هرومرو سوالګرانو ځان ته رااړولی وی. چې د سوالګرانو شمير دومره زياته شوې دی . له هر واټ او سړک او کوڅې څخه چې تير يږی همدغه حالت مو تر سترګو کيږی او هره ورځ چې تيريږی، د سوالګرو شميره دومره زياتيږی چې ځينې وخت د منلو وړ نه وی. ماشومان، ښځې، نارينه، ځوانان او زاړه دبيکاری اودخوړودنشتوالی اودغذايی موادودبيی دلوړوالی له کبله ټول سوالګری کوی هغه څوک چې لږانسانی احساس ولری ليدل يې د انسان زړه بريښوی اوواقعآ زړه بګنوونکی دي .

د طالبانو ددولت درانسکوريدو وروسته ټول افغانان په دی هيله اوباور وو چې نړيواله ټولنه به افغانستان ته د رارسيدو سره سم، دا هيواد په جنت بدل کړی ،بيکاری، لوږه او بيوزلی به له منځه ولاړه سی. دا هغه شعارونه وو چې د افغانستان زياتره خلک ورته سترګې په لار وو.د هغه وخت راپديخواتر شپږ وکالنو زيات وخت تير شول، خو نه هغه بيارغاونه وشوه د کومې چې ژمنه يې شوې وه او نه هم خلکو سوکالی وليدل ، بلکې د هرې ورځی په تيريدو سره دبی ګناه خلکو وژنه ،لوټماری ،بيکاری ، لوږه او بيوزلی دومره زياته شوې چې ته به وايې ددې هيواد سره چا د يوې افغانۍ مرسته هم نه ده کړې او دپخوا نه هم په دی هيواد کې هيڅ نه وو.

همدا اوس د افغانستان د خوارو اوشرئف خلکوحالت دومره خراب شوی چې ځينې ئې همدا اوس د خوړلو دپاره يوه ګوله ډوډۍ هم نه لری، د همدې کبله دډيروخلکو اقتصادی وضعيت بی حده خراب سوی او خلک فقيران سوی او په سوالګری يې لاس پورې کړيدی، تر څو وکولای سی خپل ماشومان ماړه کړی.

موږدمطبوعاتو اودنړيوالورسنيو دلاری نه واوريدل چی په توکيواولندن کې ډيروهيوادونو دافغانستان سره اقتصادی مرستی يې وکړل اوزموږ هيواد ته په مليارډونه ډالرراغلل، خو د عامو وګړو په ژوندانه کې په هيڅ ډول د پام وړ بدلون ندی راغلی او په څنګ کې يې ځينو کسانو د ملی شتمنيو د لوټ او تالان د لارې څخه دومره پيسې لاس ته راوړې چې په راټولولو يې هم نه پوهيږی. هغوې تاريخی شيرپور يې وران کړ او پر ځای يې داسې ماڼۍ جوړې کړې دی چې ساری يې د سيمې اوپه ګاونډيوهيوادونو کې نه ليدل کيږی. په حکومت او پارلمان کې راټول شوی زياتره کسان هم يا په خپله د خلکو په بيوزلۍ او د ملی شتمنيو په لوټولو او چوره ولو اودمخدره توکو په قاچاق کښې لاس لری او يا هم د خپل جيبونو د ډکولو فکر لری. هغوی څوچنده دالری معاشونه او نورامتيازات دنورودولتی اوحکومتی مامورينواوکارمندانوپه پرتله لری ، خو هيڅکله يې د بيوزلو اولسونواوخلکو پوښتنه ونکړ لوړرتبه دولتی اوحکومتی پوستونه اومقامونه هم له هغو کسانو څخه ډک دی چې يا جنګسالاران دی او يا هم له لويديځ څخه راغلی دی او د خلکو داقتصادی پرابلمونو،خواری ،غريبی او بيوزلۍ سره نا اشنا دی. دا ډله هم د لوټولواودچورولوپه فکر کې دی اوډېرښه مياشتنی ډالری معاشونه اوتنخاګانی هم لری ، له دې کبله دا ټولې ناخوالې به تر هغه وخته دوام ومومی، تر څو چې دا ډول دولتی اوحکومتی سيسټم بدل شوی نه وی اويوغښتلی ملی دموکراتيک مرکزی دولت رامنځته نسی او خلک په خپله خپل برخليک په واقعی اومنطقی ډول سره په خپل لاس کې وانخلی اوپه خپله يې ونه ټاکی دغه آش اودغه کاسه به وی .

په همدی ډول نور زرګونی ماتمونه اومصيبتونه ،لکه دمعدنونواوکانونوچوره ولواودعامه شتمنيو لوټول دتاريخی اثاروغلا،ددولتی مځکواوددولتی شتمنيوغصبول په ډېر عادی ډول سره جريان لری ،که ديوشميرقوماندانسالارانواوپرواک ناستو ښاغلو دپلرونو او نيکونو شتمنۍ او جايدادونه راوسپړو نو وبه وينو چې ښايې ددغو ښاغلوڅخه به ډېريې دخپل مړی دښخولو دپاره به هم ځاې ونلـری خو که اوس څوک دکابل شيرپورتاريخی سيمی اوځای ته لږ سرورښکاره کړی نو ښايې داسې فکر وکړی چې د افغانستان په پلازمنی کښې نه ،بلکې په يو بل کوم پرمختللی لويديز هيواد کې دې ،ځکه د بهر نه راوړل شوې نقشې او ودانيز توکی او دغه راز بهرنی انجنيران او کارکوونکی بل څوک راوستلاې يې نه شی بيله دغوچاقاقبرانوقوماندانسالارانو اولوټمارانوڅخه .څه موده مخکې زموږ يو ښاغلی چارواکی څخه يې ددغه ليوانو او ښامارانو دشيرپوردمځکودرانيولو په هکله ورسره دحساب کتاب کولوپه اړه يې پوښتنه وکړ چې ګواکې په شيرپورکې يې ديوې نومرې مځکې دترلاسه کولو وروسته دهغه څه نه لاس په سرشوې چې له ولس سره يې ژمنه کړې وه ،نوداوريدو نه چې دې ښاغلی ورته په ځواب کې ويلی و :تاسې زما کور په شيرپور کې ولټوۍ نو وبه يې نه مومۍ هغه په شيرپور کې نه بلکې په وزيراکبرخان مينه کې ده ،وايې (پکه دادې لابله سپکه) دهمدې ښاغلی په ملاتړ کې دهغه يولاس لاندې ښاغلی ،رسنيو ته ويلی و چې ديوافغان په توګه ددې حق لری چې په شيرپور او يا وزيراکبرخان کې يوه نومره مځکه تر لاسه کړی خو دی ښاغلی لکه چې دغه يې له ياده ايستلی و چې اوس هم دډيروګواښونواو رټلو سره سره مليونونه افغان کډوال دبې کورۍ له امله خپل هيواد ته نه راستنيږی. کله چې زموږ ولسمشر صاحب خپل وزيران يې له قسم خوړلو تيرول نو له دوي نه يې په کلکه غوښتی وچې خپلې پانګې به دده له لورې په ورکړل شوې ځانګړې پاڼه کې وليکی خو زما په ګومان چې دا پاڼې به هغه مهال ليکل کيږی چې کله دا او ددوې په ډول ښاغلو دبيلډنګونوخاوندان په شيرپور، وزيراکبرخان او دهيواد په نورو ارزښتمنو سيمو کې اوپه دوبی اونورهيوادونوکې چې ساختمانونه يې بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شی بيا به ګوری چې دا فورمی ډک سی اوکه نه سی .د تيرو شپږو اوو کالوراهيسې همداسې داداری فساد او بډواخيستنې نغارې ږغيږی چې ان دا هيواد يې په نړيواله کچه دلسو مفسدو هيوادونو په ډله کې درولې دې خو دتاراودکلاوې سرلا هم نه معلوميږی چې چيری دی، هر څونی ډالراويورو چې دې هيواد ته راځی نو پرنورو لارو بيرته وځی خو دا خوار او بيچاره ولس لاهم هغسې دپلۍ پړک ته ناست دى. اوپه زرګونه نوردغونډيواوغرونوپه شان دغمونواودماتمونو پټي زموږ شريف خلک اواولسونه يې دډېروستروکړاونوسره مخامخ کړی دی اوپه عينی اوعملی ډول سره زموږدهيوادهرڅه دمنځه تللی دی ، دريفورم تر نامه لاندی دتخصصی اومسلکی پوځيانو نشته والی اويا دتکړومسلکی اوتخصصی افسرانواوصاحبمنصبانوليری کول ،تقاعدکولودکاره څخه شړل پرکور کيښنول په ملی اردواوملی پوليسوکښی يعنی داهسی نظامی واک اوقوت چې په ملی سطحه کښې دامنيت دټيڼګولواودتامينولودپاره دندی ترسره کړی عملآ اوکاملآ دمنځه تللی دی .

ناټواوامريکايی قواويي په غزنی ،پکتيا،پکتيکا،خوست کنړ،ننګرهار،زابل ،ژړيری ،پنجوايی،اوروزګان ،بکواه،سنګين ،موسی قلعه ،ګرميسرکې څوڅوځلی بی ګناه خلک اوعام وکړی يې وژلی اوشهيدان کړی دی ،څه موده مخکی په کجکي اوپه ګرمسير کې د۶۰ نه تر ۸۵ تنوپوری عام وګړي يې وژلي دي په وژل سوی کسانوکښې ډېر ښځۍ اوکوچينيان هم شامل دئ .


د هلمند دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك د ناټو ځواكونو په عملياتو كې د څلوېښت تنو عامو وګړيو د وژل كېدو ادعا كوي. په كجكي ولسوالۍ كې ناتو او ايتلافي ځواکونو دپنځو ورځود عملياتو په ترڅ کې يې دوى خپله د ګڼ شمېر مخالفينو د وژلو ترڅنګ د يوې ښځې او يوتن ماشوم د وژل کېدو خبر هم ورکړى و. د دې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو ادعا وکړه، چې په تېرو دريو ورځو کې شاوخوا ٤٠ تنه عام وګړي د نړيوالو ځواکونو په بمباريو او عملياتو کې وژل شوي دي. د ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي آغا لالي رسنيو ته وويل، چې په وژل شويو كسانو كې ډېرى ښځې او كوچنيان هم شامل دي. هغه وويل، چې ناټو ځواكونو پر يوشمېر كورونود بمباردونو ترڅنګ يې د ولسي وګړيو څوموټر هم وېشتلي دي ، چې په پايله كې يې ياده شوې مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې په يادو شويو عملياتو کې د ولسي وګړيو د مرګ ژوبلې د معلومولو په موخه يو پلاوى سيمې ته راولېږي. د کجکي ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي احمدالله وويل، چې د ناټو ځواكونو په عملياتو کې تر دېرشو زيات ولسي وګړي وژل شوي دي. د هغه په وينا، ياد شوي کسان د ولسوالۍ په عمر آباد نيچې او ده بابا سيمو كې وژل شوي دي. نوموړي له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل، چې د ولسي وګړيو د تلفاتو په اړه دې پلټنه وکړي او دادې معلومه کړي، چې وژل شوي کسان د ولسوالۍ ولسي وګړي اواوسيدونکی دي، که طالبان دی ؟.

همدارنګه د پنجوايی ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې دنړيوالو ځواكونوپه بمباريوكې ديرش تنه ولسي وګړي يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي. ، چې مړه اوټپيان ټول ښځې او ماشومان دي. هغوی وويل، چې دناټوځواكونو په دښتو كې له خپلو قرارګاو څخه ددوى د کورونو پر لور د درنو وسلو ډزې کولې. ددې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونكي حاجي شمس الله هم دولسي وګړيو د مرګ ژوبلې خبره وكړه. هغه وويل، چې ولسي وګړي له سختو ستونزو سره لاس اوګريوان دي. نوموړي وويل : (( دولت دې راته ووايي، چې خپل كورونه پرېږدئ، موږ په ډېربدحالت كې راګېر يو امريكايانو شاوخوا ټولې سيمې كلابندې كړې دي.)) په دغو عملياتو كې د ناټو دمېشتو برتانوي ځواكونو يوتن وياند سايمن مېلر په دې اړه رسنيو ته وويل، چې دغه عملياتو دناټواوددوی سرتېري په ګډه سره پرمخ بيايي او همدارنګه دوى ادعا کوی چې دکندهاردپنجوايی او د هلمند دکجکي په ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شمېر جنګيالي وژلي سوی دي.


نودا دی دلته په دی انځورکې محترم حامد کرزى د غازی امان الله خان مډال د امريکاد سمندری ځواک جنرال جيمز جونز پر سينه باندی ټومبی. هغه ،هماغه وخت په افغانستان کې د ناټو قوماندان وو اوددغه عملياتونو قومانده يې په غاړه درلوده .

مګر په واقعيت کې دغه انځورواقعآچې د انسان زړه مايوسه اوخوابدی کوی اودخندا وړ صحنه ده؟

آيا د دې له پاره چې امان الله خان په افغانستان کې د انګليسانو څخه د خپلواکۍ او د ښکيلاک پر ضد د مبارزې او د هيواد د نيواک ضد سمبول گڼل کيږی؟

يا د دې د پاره چې بنسټپال ملايان، د امان الله خان د سمونواودځوان دولت مخالف وو، په ځانګړی توګه د ښځو د زده کړې او د نورو مدنی اصلاحاتو سره چې د هغوې ځواک او شرعی قوانين يې د خطر سره مخامخ کړى وو، او دغه ملايان دبچی سقودغله تر مشری لاندی د ښکيلاک سره يوځای شول تر څو د امان الله خان ځوان اومدرن حکومت ړنګ کړی. او اوس قوماندان جونز ،ريس دولت اويوشمير نورکسان اويوشمير رسنيی د افغانستان د ملت سره داسى چلند کوی چې ګواکى دې ملت هيڅکله د مدرنيته، ملت او دولت نوم اوريدلى نه وی؟

يا د دې د پاره چې دا مډال کټ مټ په هماغه اونۍ کې د ناټو د قوماندان پر سينه ټومبول کيږی چې د دې جنرال ځواکونو دشپتونه ترپنځه اتيا ۶۰ تر ۸۵ کسانو پورى، چې ډيرې يې هم ماشومان او ښځې وې په ۲۴ ساعته بمبارېو کې ووژل. او همدې جنرال وويل چې وبخښی موږ د طالبانو سره جنګيږو؟

يا د دې له پاره چې د همدې جنرال د ځواکونو عکسونه په آلمان کې خپاره شول چې په کرغيړنه او ناوړه توګه يې د وژل سوی افغانانو د ککريو سره يادګاری عکسونه اخيستل او په دې توګه يې د جګړې او نيواک اخلاق يې په نندارې کيښود؟

ډېر ښاغلى اومحترم کرزې صاحب دا مډال د څه د پاره؟؟؟؟

جيمز بلونت داهيسی وايی

ازجای دور !

اينجا کودکانی هستند که

با اشک های خشک شده بر صورت

دستهای باز شده خود را بسوی آسمان گشوده اند.

“او” اينجا بوده است

برادرها، در گور های عميق مدفون شده اند.

پدر ها بی هيچ رد و اثری نا پديد گشته اند./

ملتی ( امريکايی) که چشم خود را بسته و بی آبرويی خود را نمی بيند،

از وقتی که ” او” اينجا بوده است.

خانه هايی که در آتش می سوزند، جبران ناپذيرند.

بوی مرگ در هوا استشمام می شود.

زنی ضجه زنان در نا اميدی می گويد:

“او” اينجا بوده است.

گلوله های درخشان، آسمان را روشن می سازند،

اينک خانواده ديگری به کام مرگ فرستاده شدند.

کودکی وحشت زده، آن چنان که حتی نمی تواند گريه کند، می گويد:

“او” اينجا بوده است.

و من دليری نه می بينم،

ديگر در چشمانت دلیری نمی بينم،

آنجا فقط اندوه است.

اينجا کودکانی هستند که،

دستهای بازشده خود را به سوی آسمان گشوده اند.

اما کسی نيست که سوال کند چرا،

“او” اينجا بوده است.


مردان پير به زانو در آمده اند، آنها تقدير را پذيرفته اند.

بيوه زنان و دختران مورد تجاوز قرار می گيرند و قطعه قطعه می شوند.

نسلی با انبوهی از تنفر و انباشته با تنفر،

بله، ” او” اينجا بوده است.

و من دليری نمی بينم،

ديگر در چشمانت دليری نمی بينم،

آنجا فقط اندوه است .


دخدای په امان ښايستې

د ايتاليوی فاشيستانو پر ضد د پارتيزانانو سرود

په يو سباوون کې پاڅيدم او نيواکګر مې وليد

ای پارتيزانه ما له ځان سره ويسه

داسې انګيرم ګواکې چې مرګ را نژدى کيږی

او که د یو پارتيزان په څير مړ شم

ته بايد ما خاورو ته وسپارئ

ما د غرونو پر سر ښخ کړه

د يوه ښايسته ګل تر سيورې لاندې

او څه کسان چې له دې ځايه تير شی

تا ته به ووايی

دا څومره ښايسته ګل دى

او دا د پارتيزان ګل د آزادى ګل دى

دخدای په امان ښايستې

دخدای په امان

لنډه يې دا چې امپراليسټانواوښکيلاکروډېر وخت دمخه اودا اوس دم کړی هر ډول ملنډی يې ددی با غروره ملت دغرور دماتولودپاره په ښکاراوبربنډه توګه سره ترسره کړی او کوی يې ،مافيايي ګروپونو،غله،بډی اخستوونکی،دمخدره موادوقاچاقبران،دانسانانواوخصوصآد

کوچينيانوقاچاق کوونکی اودکوچينيانوتښتوونکی اوتښتونه ترحده ډېرسويدی اوددوي دجناياتودمخنيوی دپاره هيڅ ډول تدابير نسته اوموجودندی ، پر کوچينيانو باندی جنسی تيری اوس يوعادی جنايت بلل کيږی دبيلګي په توګه ودغه لاندنی ګزارش ته ښه ځير سی چې خلک څه غواړی ؟ دغه ګزارش دپژواک دخبری آژانس لخواترتيب اوخپورسويدی :

(( خلک پر ماشومانو جنسي تېري کوونکيو ته سزا غواړي ))

په دې وروستيو کې پر ماشومانو د جنسي تېريو کچه لوړه شوې ده، دغه ډېروالي خلک اندېښمن کړي او تېري کوونکيو ته د درنې سزا په غوښتنه ټينګار کوي .

په تېرو دريوو مياشتو کې په شمالي ولايتونو تخار،سمنګان او جوزجان کې پر ماشومانو څلور جنسي تېري ثبت شوي دي .

په تخارکې پريوې اته کلنه نجلۍ، د خپل کاکا د زوى او د هغه د درېو ملګرو لخوا جنسي تېرى شوى و او وروسته وژل شوې وه .

دغو تېرى کوونکيو د پوليسو لخوا تر نيول کېدو وروسته، پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى .

همداشان په سمنګانو کې په يوه ورځ پر يوه څلورکلن هلک او په تخار کې پريوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تيري هغه پېښې دي، چې په تېرو دوه مياشتو کې يواځې د هېواد په شمال کې رامنځ ته شوې دي .

دغه راز پر ١٢ کلنې نذريې، د جوزجان په مرکز ( شبرغان ) کې د ملي اردو د يو افسر صفاخان او د هغه د دوو نورو ملګرو لخوا، څه موده مخکې په ډله ييزه توګه جنسي تيرى وشو .

نذريې په هغه ويديويي فيلم کې چې د افغانستان د ښځو شبکې د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړى، ويلي دي چې هغه خپل ګاونډي (صفاخان) د خپل کور له مخې يوه لرې ځاى ته د جنسي تېري لپاره وتښتوله .

هغه وايي: (( زه د اوبو راوړلو لپاره بهر ووتم، صفاخان زموږ دروازې سره ولاړوو، يو دم يې زما خوله پټه کړه او په موټر کې يې واچولم، ما د چيغو کوښښ کاوه خو غږ مې نه خوت او …))

نذريه نور د خبرو توان له لاسه ورکوي، ورو- ورو سلګۍ پيلوي، خو نوره کيسه يې مور ( جليله ) را لنډوي .

جليله په دغه فيلم کې وايي کله چې دغو ظالمانو خپل کار وکړ ، نذريه يې بازار ته بوتله او هلته يې ورته نوې جامې، بوټان او کباب اخيستي او ګواښ يې ورته کړى چې که چاته يې خوله خلاصه کړه، نو ټوله کورنۍ به يې ووژني .

د جليلې په وينا، دوى غريب خلک دي، مېړه يې مزدوري کوي او ددې توان نه لري چې صفاخان په سزا ورسوي، ځکه چې صفاخان په بډې ورکولو خپل ځان خلاصولى شي .

هغه وايي: (( کله کله مې زړه غواړي چې ورشم او د صفاخان وينې وڅښم، خو کله چې خپل حال ته ګورم، خپله غريبي او بې وسي ته ګورم، هېڅ مې له لاسه ونشي . ))

جليلې داهم ويلي دي، چې که دولت په رښتيا سره هم د ولس د خدمت ملاتړلې وي، نو صفاخان ته دې داسې سزا ورکړي، چې نور ترې عبرت واخلي .

همدې پېښو ته په کتو د ښځو يوشمېر ټولنو، پرماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي په موخه په دې وروستيو کې ږغ پورته کړ او له دولت څخه يې ددغه عمل پرضد، د کلک غبرګون غوښتنه وکړه .

هغوى په همدې اړه د پارلمان د يوشمېر وکيلانو، د مدني ټولنې او د ماشومانو د حقونو د اړونده ادارو لخوا د يوه ګډ کميسيون د جوړولو اعلان هم وکړ، چې پرماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي هلې ځلې به کوي .

د ياد شوي کميسيون غړې او د کابل د اورتوپيدي موسسې مشرې مکۍ سياوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرماشومانو د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي .

هغې زياته کړه: (( په افغانستان کې د هرعمر او هر جنس پروړاندې که هغه ښځه ده، که سړى دى او که ځوانان دي تاوتريخوالى روان دى، خو دماشومانو پرضد تاوتريخوالى او له هغوى څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کول، تکان ورکوونکې خبره ده .))

سياوش وايي چې په افغانستان کې پرماشومانو د جنسي تېريو خبره نوې نده، تازه خبره داده چې دغه شان پېښې اوس د رسنيو لخوا را برسېره او خلک پرې خبرېږي .

هغې وويل : (( دا يو ډېرناوړه عمل دى او افغانستان کې يې د يوه دود بڼه يې خپله کړې، خلک ماشومان ساتي او ګډوي اورقصوی يې، جنسي ګټه ترې پورته کوي او درانه کارونه پرې کوي .))

مېرمن سياوش ددې پديدې لامل، په هېواد کې د تعليم ټيټه کچه، غربت او بې کاري ياده کړه .

د هغې په باور هرکال پرماشومانو د جنسي تېريو پېښې سلګونو ته رسېږي، خو څوک پرې نه خبرېږي، سياوش وايي : (( ډېرى کورنۍ د شرم او حياء له امله هم پرخپلو ماشومانو ترسره شوي جنسي تېري، نه په ډاګه کوي او همدا لامل دى چې تېري کوونکي نور هم ډاډه کېږي .))

د نوموړې په وينا، څومره چې پرماشومانو جنسي تېري ترسره کېږي، د مخنيوي هلې ځلې يې په سيند کې د يوه څاڅکي په څېر دي .

مېرمن سياوش داهم وويل چې دولت بايد پرماشومانو تېري کوونکي، په سخته سزا ورسوي او قضايي ادارې دې پرې نږدي، چې دغه شان مجرمين د پيسو په بدل کې خوشې کړي .

ځينې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله ماشومان کارکولو ته هڅوي، خو هغوى ځانونه خوندي نه محسوسوي او ان کله ناکله د جنسى تېريو قرباني کېږي .

د کابل اوسېدونکى ١٣ کلن رامين چې د سړک د سر ماشومانو د روزنې په مرکز ( آشيانه ) کې سندرې ويل زده کوي، وايي چې پخوا يې د سړک پرسر سګرټ پلورل .

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( په بازارونو او مارکېټونو کې به له ډېرو بدو خلکو سره مخ کېدم، له همدې امله مې پلار له سګرټ پلورلو څخه منع کړم او دلته ( آشيانه ) ته يې راواستولم .))

د رامين په خوا کې ناسته ١٢ کلنه نازي، چې د ارمونيې غږول زده کوي، وايي چې پلار يې مړ دى او د(۸) اته کسيزې کورنۍ چلوونکي خپله دا او يوکوچنى ورور يې دى .

هغې زياته کړه : (( په بازار کې مې د سړک پرسر کار کاوه ، دومره ګټه مې کوله چې ورځ پرې تېره شي، خو هلته اوس کار اسان نه دى، ډول-ډول خلکو سره مخ کېږو له وېرې مې کار پراېښى او آشيانې ته راغلې يم .))

ددغه مرکز مشر محمد يوسف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى هرکال د سړک د سر شاوخوا پنځه زره ماشومانو ته، ښوونه او روزنه، هنري او حرفوي روزنه ورکوي .

هغه وايي : (( اوس مهال ډېر افغانان له پاکستان او ايرانه بېرته خپل هيواد ته راځي، کار او مزدوري هم نشته او هغوى مجبور دي چې خپل ماشومان د کار دپاره بازار ته ولېږي، کله چې بازار ته لاړ شي، نو د بدو خلکو لاسرسۍ ورته آسان شي . ))

يوسف وايي چې دغه کار هم پر ماشومانو د جنسي تېريو د ډېرېدو لامل شوى دى .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون غړې، هُما سلطاني وايي چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې پر ماشومانو د جنسي تېريو شاوخوا( ٩٠) نهوی پېښې ثبت شوې دي .

خو هغې زياته کړه : (( ډېر خلک نه غواړي چې پر خپلو ماشومانو شوي جنسي تېري، په ډاګه کړي ، نو ځکه ددغو پېښو د ثبت شمېره کمه ده .))

سلطاني وايي چې د دوى د غير رسمي معلوماتو له مخې، د ماشوماتو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښې کېداى شي په يوه کال کې زرګونو ته ورسېږي .

افغانستان په ١٩٩٤ ميلادي کال کې د ماشومانو کنوانسيون لاسليک کړى، چې له مخې يې دولت مکلف دى، چې د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته کار وکړي .

د سلطاني په وينا، هر دولت چې ياد شوى کنوانسيون لاسليک کوي، بايد ددغه کنوانسيون ټول مواد په خپلو قوانينو کې ځاى پرځاى کړي، خو دغه مواد د افغانستان په قوانينو کې کم ليدل کېږي .

جنسي تېري که له يوې خوا د شرعې خلاف کار دى ، له بلې خوا په رواني لحاظ د ماشومانو راتلونکى هم له ګواښونو سره مخ کوي .

د ارواح پوه عزيزالدين همت په وينا، کله چې پر ماشوم جنسي تېرى وشي، نو هغه مهال دغه ماشوم د سپکاوي احساس کوي او کله چې لوى شي، د خپلې عقدې د ماتولو لپاره پر نورو ماشومانو جنسي تېري کوي .

نوموړى وايي: (( کله کله دغه شان ماشومان وروسته د ( ساديزم ) په ناروغۍ هم اخته کېږي او چې قدرت ته ورسېږي، نو هر څومره ظلم چې کوي، خوند ترې اخلي . ))

ډاکټر همت زياتوي چې په هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېريو ډېرى پېښې، د خلکو د ارواحي ناروغيو له امله رامنځ ته کېږي او هغه کسان چې روحي ستونزې لري، ډېر يې پرماشومانو جنسي تېري کوي .

هغه اندېښنه وښوده، چې که هرڅومره دغه لړۍ دوام کوي، هغومره نورې ستونزې زېږوي او که مخه يې ونه نيول شي، يو وخت به دغه مسئله هم له کنټرول څخه بهر وي .

د کابل د ماشومانو په ځانګړې څارنوالۍ کې د ماشومانو څارنواله، ثريا ناقد وايي چې پرماشومانو د جنسي تېريو مجرمينو ته، د جزا د قانون له مخې د اشد مجازات ( عمري قيد يا اعدام ) سزا ټاکل شوې ده .

هغې زياته کړه چې که چېرته د جنسي تېري د پېښې دواړه خواوې کوچنيان او عمرونه يې له (١٨ ) اته لسوکلونو کم وي، نو سزا يې هم کمېږي .

د ثرياناقد په وينا، داچې تراوسه د جنسي تېريو په اړه شرعي حدود نه پلي کېږي، لامل يې دا دى چې دغه حدود په اداری شعباتو کې ساقطېږي په دې معنى چې اسناد او شواهد پوره نه وي .

هغې هم وويل چې ډېرې کورنۍ پر خپل ماشوم ترسره شوى جنسي تيرى نه په ډاګه کوي او همدا لامل دى، چې دوى په تېر يوه کال کې، ددغه شان پېښو يواځې څلور دوسيې څېړلي دي .

هغې وويل : (( زموږ په ټولنه کې د قانون پرځاى دود او عنعنه ډېره مهمه بلل کېږي او بله داچې ډېرې کورنۍ د مخالف لوري د ګواښونو او وېرې له امله، چوپ کښېني .))

په اسلامي شريعت کې هم ، جنسي تېري کوونکيو ته سخته سزا ټاکل شوې ده .

په شريعت کې که يو واده کړى سړى پر مخالف جنس د جنسي تېري په جرم مجرم وپېژندل شي، نو بايد سنګسار شي او که مجرد وي نو بايد سل دُرې ووهل شي .

دغه راز که يو نارينه پر خپل هم جنس ، جنسي تېرى ترسره کړي، نو بايد ووژل شي او په دغه سزا کې د سړي مدني حالت په نظر کې نه نيول کېږي .))

همدارنګه په افغانستان کې تر پنځه سوو څخه ډېرتره نشريې چاپيږی اوخپريږی دولت اوداطلاعاتواوفرهنګ مسئوولينو بيا ودی ته دموکراسی اودعقيدی اودبيان آزادی وايی اوددموکراسی ډېر ښه نمونه يې بولی ،مګرپه دی په سل ګونی ورځنی ،اوونيزی اومياشتنی ورځپاڼواومجلوکښې يوډېرلږشمير يې سته چې بيله سانسوره په پربـــنډه اوزغرده سره دخـــــپلوخلکــــو دګــــټوددفاع په هکله ليکنــــی کوی اويوه برخــــــه ددی نشراتونه يادانجوګانی لخوا مالی ملاتړ کيږی اويا هم دخلکوضدسياستونوپلوی کوی ،دموکراسی خوداهيسی نه وی دموکراسی خو دخلکوحکومت دخلکولخوا پر خلکوباندی چې ټولنيز عدالت تامين وی ، دغه ددموکراسی کليمه لمړی ځل په يونان باستان کې ددموکرت يونانی لخوا ،چې دموپه معنا دخلکواوکراسی په معنا دحکومت يعنی دخلکوحکومت دخلکولخوا پرخلکوباندی ديونان دهغه وخت په ټولنه کښی رامنځته سو،نوزما په اندزموږدګران هيوادد اوسنی کړکيچ اودنيمګړتياودليری کولو اودمنځه وړلودپاره يوغښتلی مرکزی ملی او دموکراتيک دولت په کاردی چې په ټولنه کښې قانون واکدار اووسی اوخلک دقانون په ړنا کې په سوله ايزه توګه اودامنيت په فضاکې ژوند وکړی اودپرمختګ پرلورګامونه اوچت ګړی .

بعضی ارقام، فاکتونه اوانځورونه اخيستل سويدی :

– دپژواک له سايته څخه

– دبوسه بلوکفا له سايته څخه

– دريانووستی له سايته څخه

http://www.militarun.net/new_page_14.htm