کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي وايي له ځانګړو ځواکونو یې ټانک او مهمات نيولي دي

حزب اسلامي وايي له ځانګړو ځواکونو یې ټانک او مهمات نيولي دي

دحکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند هارون زرغون وايي د امريکائې ځواکونو یو پرمخ تللی ټانګ ، پنځلس میله امريکائې ټوپک ، لس ميله امريکائې تفنګچې ، لس جوړې هغه امرېکائې عینکې چې د شپې لخوا د لیدو توان لري او په لسګونو مختلف النوع دوربینونه د افغاني سپيشل فورس د يو لوړ پوړي منصبدار په مرسته د کنړ ولایت مربوطه سیموکي پنځه ورځې وړاندې ددوی لاسته ورغلي دي.
انجنير هارون زرغون وايي بهرنیانو ددغو مهماتو د لاسته راوړلو په موخه د عملیاتو هڅه وکړه خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
نوموړي دا هم ويلي چي په کنړ او شاوخوا سيمو کي هم خپله دفاع کولای سي او د اړتیا په صورت کي د ولس دفاع ته حاضر دي.
د یادوني وړ ده چي د څو اوونيو را په دې خوا د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د وسله والو د بریدونو خبرونه زيات سويدي.
یو کس چي ځان د انجنير هارون زرغون په نوم معرفي کوي د انجنير ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندي د حزب اسلامي د ویاند په توګه له رسنیو سره اړيکي نيسي.
د نوموړي ددغي وروستۍ ادعا په اړه افغان دولت تر دې دمه څه نه دي ويلي.