کور / تازه خبرونه / امریکايي استخباراتو په ۱میاشت کي دفرانسې ۷۰ملیونه تیلفونونه اوریدلي دي

امریکايي استخباراتو په ۱میاشت کي دفرانسې ۷۰ملیونه تیلفونونه اوریدلي دي

د فرانسې حکومت د امریکایي استخباراتو لخوا د فرانسې ټیلفوني تماسونو ته په پټه غوږ نیول په کلکه غندلي دي.
د فرانسې د له مون ورځپاڼي د خبر پر اساس يوازي د ۲۰۱۲ د ډسمبر په میاشت کي امریکایي جاسوسي ادارې تر اویا ملیونه زيات تيلفوني تماسونه اوریدلي دي.
په دغه تماسونو کي د شکمنو کسانو او سیاسي څېرو تر څنګ د تجارانو او عامو خلکو خبري اتري هم شاملي دي.
که څه هم امریکا او فرانسه ښه دوستانه اړیکي لري خو ددغه خبر په خپريدو سره پاریس قهرېدلی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې د امريکا له سفیر څخه د وضاحت غوښتنه کړېده.

د امریکا استخباراتي ادارې په هالنډ کي هم نژدې د دوو ملیونو کسانو ته په پټه غوږ نيولی دی.