د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې تېره شپه د ګډو
ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دیرش کسیز قوماندان ملا
فیض الله چې په دغه ولایت کې د ځانمرګو بریدونو چتمو کوونکی دی،له درې
ملګرو سره یو ځای ژوندی ونیول شوو.
د معلوماتو له مخې درې نیول شوي کسان هم ښایي ځانمرګو بریدونو ترسره کولو
په موخه چمتو شوې وو.
د یو بل خبر له مخې د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې تېره شپه د یوه
هوایي برید په ترڅ کې ملاعبیدالله چې په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو
طالبانو نظامي قوماندان وو او خپله یې په ماین جوړونه کې لاس درلود،وژل
شوی دی .
په یادو دواړو پېښو کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یادوني وړ ده چي طالبانو ددغه نيوني په اړه رسنیو ته مالومات نه دي ورکړي.