پېښور:د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر اسرار الله ګنډاپورد ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې د خپل کور مخې ته په یوه برید کې وژل شوی دی.بريد کوونکى د دوو ساتونکو له وژنې وروسته توانیدلی چې د وزیر حجرې ته ننوځي او هلته چاودنه وکړي.له وزیر پرته په برید کې ٨ تنه نور هم وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان دي.ویل کېږي چې د اسرار الله لیدو ته نژدې ۵۰۰ کسان ورغلي وو.وزیر له خلکو سره د اختر روغبړ کاوه چې چاودنه وشوه.یوبل عیني شاهد حسب خان رویټرز خبرې آژانس ته ویلي “ما ډېر مړي ولیدل او زخمیانو د مرستې لپاره چیغې وهلې”وزیر اسرار الله په ۲۰۱۳م کال کې د خیبرپښتونخوا له ډېره اسماعیل خانه د یوه خپلواک کاندید په توګه د ایالتي پارلمان ټاکنې وګټلې.نوموړی وروسته له پاکستان تحریک انصاف ګوند سره چې مشري یې عمران خان کوي یوځای شو. پښتونخوا د پارلمان یو ځیرک غړی، یو سپڅلی پښتون او زړور مشر له لاسه ورکړ.”اسرار الله د تحریک انصاف لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کېږي. عمران خان په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د اسرار الله وژنې ډېر خواشینی کړی او بوږنولی دی. عمران خان ټول قربانیان شهیدان ګڼلي، د دوی او اسرار الله میرمن، دوه اولادونو، مور او پلار ته د زړه صبر غوښتی. بل خوا له رسنيوسره په اړيکه کې دانصارالمجاهدين په نامه يوې ډلې د نوموړي د وژنې پړه پرغاړه اخيستې ده