کور / شعر / فلسفه

فلسفه

په روح کې دې خدای نه ورکوي چانه خپل جانان
دخپل ځان په لټون پسې ، چې ستړی وي خپل ځان

دشونډو فلسفه دې مالوستلې ده په شونډو
دوینو رنګ چې مینځمه داوښکو په باران

اې ! چېرته یې ؟ هغه ورځې مې ډیرې رایادیږي
تاوده به پر یوبل شو ، چې لانده به کړو باران

دښار زړې کوڅې وې ،پسرلی و او مزل و
چې ته وې او چې زه وم ، عاشقان وو عارفان

راځه چې دې په سترګوکې هغه کیسې پیداکړم
چې څنګه پخلا کیږي سره دوه خپه یاران

راوړاندې شه او بېرته مې په خپل زړه کې پیداکړه
زه تللی چېرې نه یم ، زه همدلته یم نهان