طالب جنګیالیو په کامدیش کي جګړه درولي وه خو د سهار له لسو بجو څخه راپه دیخوا يی په برګمټال کي درنه جګړه پیل کړي ده.
امنیتي چارواکي ادعا لري چي جنګیالي ټول طالبان دي او د ولسوالۍ په شاوخوا او لرو پرتو سیمو کي سره راټول شوي او ولسوالۍ يي تر شدید برید لاندي نیولي ده د نورستان امني قومندانۍ امنیت امیر سمونوال غلام فاروق یادونه کوي چي زمونږ مخالفینو طالبانو نورستان کي بریدونه ډیر کړي دي نوموړي وايي چي د برګمټال د پیښي مرګ ژوبله به وروسته روښانه شي.
تر اوسه طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي نور جزیات وروسته له مونږ سره اوسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه