کور / تازه خبرونه / امریکا ته د جاسوسي په تور طالبانو یو تن وواژه

امریکا ته د جاسوسي په تور طالبانو یو تن وواژه

د چپي دري اړوند په ګوسالک سیمه کي تیره شپه شاوخوا یوولس بجي طالبانو امریکا ته د جاسوسۍ په تور یو تن وژلي دي.
د چپي دري امنیه قومندان نجیب الله وايي چي طالبانو وروسته له هغه یاد کس د جاسوسۍ په تور وژلي چي تیره ورځ شاوخوا لس بجي د کونړ د چپي دري او د نورستان د وامه په ګډه پوله ترینک سیمه امریکا جاسوسو الوتکو په برید کي دوه تنه طالبان وژل شوي وه.
نوموړي وايی چي وژل شوي کس له دولت سره کومه رسمي دنده نه لرله
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي خال کي ده چي په دي وورستیو کي په کونړاو نورستان کي د امریکا بي پیلوټه الوتکو بریدونه بي ساري ډیر شوي دي.