د نورستان کامدیش ولسوالۍ پر ودانۍ امنیه قومندانۍ او شاوخوا امنیتي پوستو طالبانو پراخ برید کړي
د نورستان والي ښاعلي تمیم نورستانۍ ددي خبر په تایید سره وايي چي تر اوسه په نښته کي یو تن پولیس وژل شوي خو طالبانو لورته د مرګ ژوبلي د اوښتو په اړه پوره مغلومات نه لري
بل پلو د امنیه قومندانۍ د امنیت امیر سمونوال علام فاروق وايي چي د طالبانو شمیره تر پینځو سوو رسیږي خو ددوي په پرتله بیا د افغان ځواکونو شمیره کمه ده نوموړي داهم وايي چي ځواکونو يي د طالبانو په پرتله په پوره وسلو سمبال نه دي
والي نورستانۍ یو وار بیا په مرکزي دولت تاکید کوي چي نورستان ځواکونه دي پیاوړي کړي
تر اوسه وسلوالو طالبانو ددي پیښي په اړه څه نه دي ویلي
ددي پیښي نور جزیات به وروسته خپاره شي