کور / خبرتیا او پيغامونه / كندهار: د لوي اختر په مناسبت د پريس كلب پيغام

كندهار: د لوي اختر په مناسبت د پريس كلب پيغام

د لوى اختر په مناسبت د کندهار د پريس کلب د مبارکۍ پيغام
د کندهار ولايت پريس کلب د ټولو کندهار ميشتو خبريالانو په استازيتوب د افغانستان او ټولي نړۍ اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله مبارکي وايي.
د کندهار ژورناليستان د اختر د راسېدو به مناسبت له ټولو ښکيلو خواوو غواړي، د داسي سپېڅلو مناسبتونو په درناوي جګړه ودروي او افغانان پرېږدي؛ چي خپلو عزيزانو او خپلوانو سره د اختر نېکمرغي ورځې او شپې په خوښۍ سره ونمانځي.
موږ او تاسي ټول په دې وروستيو کي د ګڼ شمېر داسي پيښو شاهدان يوو، چي په نتيجه کي يې لويه کتله ولسي وګړي شهيدان سوي، زخميان سوي او خپل خپلوان يې له لاسه ورکړي دي.
د بې ګناه ولسي خلکو لوی تعداد د سړک غاړي په ايښودل سوو ماېنونواو د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريدونو کي شهيدان سوي دي،چي دا خونړۍ لړۍ اوس هم روانه ده .
د کندهار خبريالان د پېښو قربانيانو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ د څرګندولو ترڅنګ د جګړې د ټولوښکېلو غاړو څخه د ملکي افغانانو وژنه په کلکه غندي او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د مخنيوي او درولو غوښتنه کوي.
موږ ژمنه کوو چي د خپل ژورنالېستيکي اصولو په پام کي نيولو سره د هغو خلکو ږغ راپورته کړو، چي اوسمهال په بېلابيلو برخو کي ځوريږي او په هره برخه کي پرېمانه ستونزي لري.
دغه راز مو له خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو څخه هم غوښتنه داده؛ چي د اختر په دې شپو او ورځو کي بې وزله او غريب افغانان له خپلې پېرزويني او صدقې هېر نه کړي، هر شتمن کس ته په کار ده چي د اسلامي او انساني خواخوږۍ له مخي د خپلو بې وسه او بې وزله هېوادوالو لاسنيوى وکړي.
دغه راز له هغو هېوادوالو چې په دې سپېڅلو ورځو کې يې د لوى خداى (ج) دربار ته عبادتونه کړي او کوي يې، هيله کوو چي په ډېري عاجزۍ په افغانستان کې د تلپاتي سولي، امنيت او ثبات لپاره د لوى رب العزت دربار ته لاسونه لپه کړي.
بيا مو هم اختر مبارک، لمونځونه ، او عبادتونه مو قبول سه.