نن د لوی اختر په شپه د تلې مياشتې په ٢٢ مه دخوست ښار په غله منډيي کې د یوه ځاى پرځاى شوي ماين
د چاودنې له امله يو تن ملي پوليس ووژل سو او بل تن عام وګړى سخت ټپي دی.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي دا پېښه غندلې او ماین ښوونکي دخاورې، ملت ، سولې، ثبات،
ترقۍ،اسلاميت او افغانيت د دښمنان وبلل.
دولتي چارواکو ددغي چاودني په تړاو د چا د نیولو خبره نه ده کړې نه هم تر اوسه د چاودني مسولیت چا منلی دی.
طالبانو نن سهار وختي خبر ورکړی و چي د خوست ولایت د موسی خيل ولسوالۍ ودانۍ یې په هاوان وويشتلې ده.