کور / راپور / دفراه په ولایت کې مشاعره جوړه شوه

دفراه په ولایت کې مشاعره جوړه شوه

دفراه ولایت کې دلوی اخترپه ویاړ اختریزه مشاعره ترسره شوه.دغه پروګرام دفراه دوالی الحاج محمد عمر شیرزادپه نوښت جوړشو چې سربیره پرشاعرانوفرهنګپالو ددولتی اداروملکی اونظامي ریسا نود(۴۰۰)په خوا اوشا کې فراهیوالو ځوانانو ګډون درلود.

مشاعره ماښام شپږبجې دولایت مقام په انګړکې دقرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوه .وروسته دملی سرود تراورید لو دفراه والی الحاج محمد عمرشیرزاد ،داطلاعات اوکلتور ریس فرید احمد ایوبی، دښځو چارو دریاست ریسي لیلما صدیقی او دغرجستان دپوهنتون ریس خبري وکړي.نوموړو مشاعره په اوسنې وخت کې ډیره پرځای اومهم کاروباله.دفراه والی زیاته کړه چې سره له ګڼو لاسته راوړنو بیاهم په هیوادکې دناخوالوسره مخ یو،چې پکارده شاعران ورته پام وکړي او دوضیعت په احساسولو سره خپل شعرونه ترتیب کړي. ترڅو له یوه اړخه دادب دمینه والو ادبی تنده ماته شې له بله اړخه یی خپل مسولیت اداکړی وي.

وروسته داجنډا سره سم شاعرانوچې تعدادتر۳۰تنو زیادوخپل ترتیب شوي شعرونه ولوستله.وروسته ترمشاعرې ډوډي جوړه شوه ،بیاپرشاعرانو اویوتعداد هغو ریسانوچې ښه خدمات اوکړنې یی ترسره کړي وي ورباندي ستاینلیکونه اوډالۍ وویشل شوي.

په پای کې چې دمشاعري بل اړموسیقي آټن او ډرامی وي پیل شوي چې دشپي تر۲بجویی دوام درلود.

یادونه :دالومړی ځل وچې دفراه ولایت مقام وکولایشو په ډيرتعداد خلک خصوصاشاعران راټول اومشاعره جوړه کړې، چې ټول مصارف یی دولایت مقام له خوا ورکړل شوه.یادپروګرام دشاعرانو اونورو فراهیوالو دتودو ولولو سره مخ شو چې دپیل اوترختمه په چکچکوبدرګه شو.