د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید
خوږیاڼي دمبارکۍ پيغام
د نېکمرغه لوی اختر د د رارسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس جلالتمآب حامدکرزي، د جمهوري رياست مقام دواړو ښاغلو مرستيالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرتابه او غړو، د چارو د ادارې مشر او غړو،دکابينې غړو، د سترې محکمې مشرتابه او غړو، محترم لوی څارنوال، د هېواد امنيتي ځواکونو منسوبينو او سرتيرو، د سولې د عالي شورا مشر او غړو، د علماوو سراســـــــري شورا مشر او غړو، د خپلواکو ادارو مشرانو او غړو، ښاغلو والي صاحبانو، د ولايتي شوراګانو محترمو مشرانو اوغړو، د مدني او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو، په هېواد کې د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو ښاغلو مسؤولينو او کارکوونکو، هېواد د ننه او بهر ټولو افغانانو، د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې ډول د میدان وردګو ولایت مجاهد او شریفو ولسونو ته د زړه له تله د مبارکيو او نېکو پېرزوينو مراتب وړاندې کوم په دې لوی، مبارک او عظیم مناسبت د ستر
پروردګار (ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسو ټولو عبادتونه، قربانۍ او دعاوې په خپل مهربانه دربار کې قبولې کړي او هغه چاته چې د مبارکې کعبې د حج د فریضې د اداکولو ویاړ ور په غاړه شوی، د بیت الله شریف د کور زیارت او د حرمینو شریفینو لیدل یې په نصیب شوي دي، هیله من یم چې لوی خدای (ج) د دوی ټولو حج قبول او په سلامتۍ سره یې بیرته خپلو کورونو ته راستانه کړي. د لوی اختر فلسفه د سترو الهي حکمتونو او قربانیو څخه ډکه ده او مسلمانانو ته د قربانۍ هغه ستر او بې ساری مثال ور په یاد کوي چې د الله (ج) د استـــــــــــــازي ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسماعیل علیه السلام قربانۍ ته د ستر پروردګار په امر حاضر کړی وو چې له شک څخه پرته د انسانیت په تاریخ کې د قربانۍ تر ټولو ستر مثال ګڼل کیږي. په همدې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو مسلمانان له ابراهیمي سنت څخه په پيروۍ قرباني کوي، حاجیان د حج مناسک ادا کوي، او ټول مومنان دغه ستر یاد په ځانګړو خوښیو سره تازه کوي. د دې سترې قربانۍ مانا دا ده چې موږ له خپل اسلامي امت، هیواد، خلکو او بې وزله هیوادوالو
سره د مرستې په ډګر کې د قربانۍ د داسې غوره مثال جوګه شو چې د یوه ښه مومن په توګه د خدای (ج) په دربار کې ثبت او زموږ د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو سبب و ګرځي. په پای کې یو ځل بیا تاسې ټولو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ یوه غوښتنه لرم،چې په دغه نیمکرغه اختر کې بېوزله،کونډې،یتیمان هم تر خپل توانه پورې په دغه سترو خوښیو کې له ځان سره شریک کړئ .