کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوى اختر په اړه د جمهور رئېس په نوم د کندهار والي پيغام

د لوى اختر په اړه د جمهور رئېس په نوم د کندهار والي پيغام

د نېکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د جمهور رئيس په نوم د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئېس جلالتمآب حامد کرزى!

زما نیکي هیلي ښې پېرزویني او ګرم احساسات ومنئ.
د ډیري خوښۍ ځای دی، چي د قربانیو او برکتونو په دغه نېکمرغه لوی اختر کي د ځان او د کندهار ولایت د متدینو او پیاوړو ولسونو او پرګنو، قومی مخورو، روحانینو، مشرانو، روشنفکرانو، علماؤ، پوهانو او ملکي او نظامي مسؤلینو او منسوبینو په استازيتوب ستاسي جلالتمآب لوړ او عالي مقام، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشرانو او غړو، ستاسي د کابينې ټولو پياوړو اعضاوو، قاضي القضات، لوى څارنوال، او ستاسي تر څنګ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولو ملکي او پوځي لوړو چارواکو، کاروکوونکو او ملګرو ته د دغه نېکمرغه اختر په خاطر د خوشالۍ او نېکمرغۍ مراتب وړاندي کوم.
الله (ج) دي ددغه نېکمرغه لوی اختر د مقدسو او مبارکو ورځو او شپو په برکت په افغانستان کي ددایمي سولي او امن لمن وغوړوي او په ټول هیواد کي دی دایمي سوله، امن او د ورورۍ فضا حاکمه وي.
په ټول و‌‌طن کي دي هر اړخیزه سوکالي او ارامي حاکمه وي، ټولی قبیلې دي تر یوه ملي بیرغ لاندي له یو بل سره ژوند وکړي، هر ډول سمتي، قومي، ژبني او قومي تفرقې دي لیري وي او د یوې ښکلي سولي ښایسته فضا دي د افغانستان په هر کونج او کنار کي خپره وی.
د وطن دښمنان دي سرکوبه او هغه څوک چي د دې وطن آرامي، سوکالي، پرمختګ، انکشاف او ارتقا نه غواړي، همېشه دي پايماله او نېست وي.

جلالتمآب جمهور رئېس صاحب!

که څه هم له څه ناڅه ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان یوو او ددې و‌طن کورني او بهرني دښمنان نه غواړي، چی زموږ خلک د ارامۍ ساه واخلي، مګر بيا هم موږ ته دا الهام راکول کېږي، چي په دې وطن کي به موږ خپلو سپېڅلو او لويو ارمانو ته د تحقق موندني په لاره کي بريالي کېږو او کاميابي مو مل ده (انشاالله).
زه يو وار بيا په ټولو افغانانو پوري لوى اختر بختور او نېکمرغه غواړم.