نن د کندهار ولایت د سرې میاشتي د رئیس او کارمندانو، د یو شمېر دولتي او غیري دولتي رئیسانو، ملي تجارانو د سره صلیب د استازو لخوا د سرې میاشتي ځانګړې اوونۍ په همدې ریاست کي ولمانځل سوه.
د سرې میاشتي د ځانګړي اوونۍ په لمانځل غونډه کي لومړی د هیواد د جمهور رئیس رالېږل سوی پیغام ولوستل سو او ورپسې دولتي رئیسانو او تجارانو سرې میاشتي د تقویې او ددغه ریاست سره د مرستي کولو په اړه خبري وکړې.
جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي په خپل رالېږل سوي پیغام کي له دولتي او غیري دولتي کارمندانو، ملي تجارانو او ټولو نظامي اشخاصو څخه غوښتي وه چي د سرې میاشتي سره مرستي او همکاري دوامداره وساتي تر څو یاد ریاست د طبعي او غیري طبعي پیښو له زیانمنو سره پر وخت او چټکه مرسته وکړي.
په ننۍ غونډه کي د کندهار د سرې میاشتي رئیس احمد جاوید نېکزاد وویل چي
سره میاشت یو بې طرفه او ناپېلی ارګان دئ او د ټولو هیوادوالو څخه یې وغوښتل چي د سرې میاشتي سره خپلي مرستي دوامداره وساتي.
د سرې میاشتي ځانګړې اونۍ هر کال د میزان په میاشت کي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي د سرې میاشتي د حمایه کولو په موخه لمانځل کیږي او د هیواد د جمهور رئیس په ګډون ټول دولتي مامورین خپل د یوې ورځي معاش د سرې میاشتي ریاست ته ورکوي.