کور / تازه خبرونه / د جان کېري د فشار هڅه او د اولسمشر دریځ

د جان کېري د فشار هڅه او د اولسمشر دریځ

کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له ولسمشر حامد کرزي سره پرامنیتي او دفاعي تړون بېړنۍ خبرې وکړي.

یادې ورځپاڼې د جان کري، “د فشار هڅه او د ولسمشر دریځ” تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې لیکلي، د اکتوبر میاشت تېردونکې ده، خو داسې نه ښکاري چې، د دې میاشتې په پاتې ورځو کې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې امریکايي چارواکو پرله پسې ټینګار کړی چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون باید په اکټوبر کې لاسلیک شي.

د لیکوال په اند امریکايي چارواکي او په ځانګړي ډول جان کري به هڅه وکړي چې پر ولسمشر کرزي فشار راوړي، ترڅو له خپل دریځ څخه تېر شي او امنیتي او دفاعي تړون هغسې لاسلیک کړي چې؛ امریکايي غواړي.

لیکوال سپارښتنه کوي ولسمشر ته په کار ده چې؛ په خپل دریځ کلک ودریږي او حامدکرزی له هغو شرایطو تېر نه شي چې؛ د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.

ملي باور:

ملي باور په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره پوښتنه کړې ،کیري اومولانا د کابل په مېلمستیا کې به داسلام اباد او واشنګټن له کابله څه غواړي؟
یادې ورځپاڼې خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي او وړاندې لیکلي، کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره دی.

باور:

باور ورځپاڼې د پخواني افغان ډېپلوماټ محمد زمان شینواري له خولې لیکلي؛ مولانا او ورته نور پاکستاني سیاستوال د هغه هېواد د استخباراتي شبکې مامورین دي او د دغه ادارې په لارښونه سفرونه کوي او د سولې په خبرو کې هېڅکه د زړه له تله د مرستې هوډ نه لري.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپانې لیکلي، له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون تر ټولو حساس سند دی چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اوضاع باندې تاثر اچوی.

د لیکوال په اند په ټوله کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړپه یاد سند پورې تړلی دی.

انیس:

انیس دولتي روځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ له واشنګټن سره د امنیتي تړون موضوع جان کري تر کابله راورساو.

د لیکوال په باور د یرغل تعریف او له وسله والو سره ټینګه مبارزه هغه څه دي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ په احتمالي لاسلیک کېدونکي امنیتي او دفاعي تړون کې ورباندې اختلاف دی.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ له واشګټن سره امنیتي او دفاعي تړون خبره به راتلونکي حکومت ته پرېښودل شي.