کور / تازه خبرونه / ملاله یوسفزۍ دنوبل جايزې وړگڼل کيږي

ملاله یوسفزۍ دنوبل جايزې وړگڼل کيږي

د بي بي سي د خبر له مخې د مېرمنو د زده کړو حقونو فعاله، د سوات ملاله یوسفزۍ او د زبر زنا ښکار شویو سره مرسته کونکی ډاکټر ډېنس، د سږ کال نوبل جایزې لپاره تر ټولو وړ کسان بلل کېږي.د جایزې ګټونکي نوم به د جمعې په ورځ له ځايي وخت سره سم ۱۱ بجې د ناروې په اوسلو ښار کې اعلان شي.د سږ کال لپاره، ریکارډ شمېر ۲۵۹ کسان، دغې جایزې ته کاندید شوي دي. د کاندیدانو نومونه له جایزې ګټلو مخکې په رسمي توګه نه افشا کېږي.داسې اشارې هم شته، چې د کانګو جمهوریت اوسېدونکی ډاکټر ډېنس میوکیوجي هم د دې جایزې په ممکنه ګټونکو کې شامل دی، خو دا ډول ډېری وړاندوینې ناسمې ثابتې شوې دي.د امریکايي استخباراتو د پخواني کارکوونکي چیلسي مننیګ نوم هم د کاندیدانو په نوملړ کې شامل دي، چې وکيلیکس ویبپاڼې ته یې محرم اسناد ورکړي وو.نورو کاندیدانو کې هغه مصرۍ ساینسپوهه هم شامله ده، چې زده کړې یې پرېښودې او عیسايي راهبه شوه او د خیریه موسسې سټیفنز چلډرن بنسټ یې کېښود.یوه بله کاندیده د ریاضي پخوانۍ روسۍ استاده سوینتلانا ګاننو شینکا ده، چې د بشري حقونو د سېول اسسټنس نومي سازمان بنسټ یې کېښود.که ۱۶ کلنه ملاله دغه جایزه تر لاسه کړي، هغې ته به یو ګولډ مډال، یو اعشاریه ۲۵ میلیونه امریکايي ډالره نغد او تر ټولو د کشرې نوبل جایزې ګټونکې لقب ور په برخه شي.د سږ کال نوبل جایزې لپاره د کاندیدانو په نوملړ کې د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین، د یو ټو موسیقۍ ډلې غړي بونو او د وکيلیکس بنسټګر جولیان اسانج نومونه هم شامل دي.د کانګو جمهوریت اوسېدونکی ډاکټر ډېنس میوکیوجي په تېر کې هم د دغې جایزې لپاره کاندید نومول شوی و. د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ د اروپايي اتحادیې، سخاروف سولې جایزه هم وګټله. د پنځوس زره یورو ارزښت دغه جایزه اروپا کې د بشري حقونو لړ کې تر ټولو ستره جایزه بلله کېږي. له سخاروف جایزې مخکې هم ملالې ته یو شمېر نړیوالې جایزې ورکړلې شوې دي.د کانګو جمهوریت اوسېدونکی ډاکټر ډېنس میوکیوجي په تېر کې هم د دغې جایزې لپاره کاندید نومول شوی و.نوموړي کانګو کې د هغو زرګونو مېرمنو لپاره روغتون جوړ کړی و، چې پوځیانو او یاغیانو پرې جنسي تیري کړي وو. کال مخکې پر نوموړي وسله وال برید شوی و، چې هغه ترې روغ ووت او په موقت ډول یې اروپا کې پنا واخیسته.په تېر کې د نوبل جایزې تر لاسه کوونکو کې، سویلي افریقا کې د توکمپالنې ضد مبارز نېلسن منډیلا، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د بدهايانو مذهبي مشر دلايي لامه او برما کې د مخالف ګوند مشرې انګ سان سوچې، نومونه شامل دي.