پيښور: دپاکستان د طالبانو تحريک گواښ کړى چې که پرملاله يوسفزۍ باندې يې هر کله لاس بر شو وژني به يې اوبله د چې که چرې په پاکستان کې دهغې لخوا ليکل شوى کتاب هم کوم کتابپلورنځي وپلوره نو پرهغه کتاب پلورنځي به طالبان گوزارکوي . طالبانو دغه گواښ وروستو له هغه کړى چې په ٩ اکتوبر د طالبانو لخوا دملاله يوسفزئ د ويشتلو ديو کال پوره کيدو په مناسبت دهغې دسوانح چاپ شوى کتاب په پاکستان کې په لومړۍ ورځ خلکو په گڼ شمير کې اخستې اؤ خوښ کړى يې دى.د پاکستان طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وويل ملاله يوسفزۍ د لويديځ خيالات خپوروي اؤ د غيرو په لاسونو کې لوبيږي نوځکه د بښلو نه ده