کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اړينه او ضروري خبره [عادل اڅکزی – لر افغانستان]

اړينه او ضروري خبره [عادل اڅکزی – لر افغانستان]

په تېرو مياشتو کي په پاکيستان کي انتخابات ترسره سول چي ورپکي بېلابيلو سياسي ډلو برياليتوبونه ترلاسه کړل او نوري ساسي ډلي بيا له شکست يا ماتي سره مخامخ سول، د يادوني وړ ده چي د پاکستان  د ټولوګوندونو جمهوري غورځنګ په نامۀ ائيتيلاف چي ګڼ سياسي ګوندونه  ورپکي اشتيراک لري،د دې غورځنګ مشري محمودخان اڅکزی کوي،دې ګډ ائيتيلافي غورځنګ ته په انګليسي کي مختصر نوم ( A.P.D.M )ور کول سوی دی،


همدې ( اې پي ډي ايم) په دې موخه له تيرو انتيخاباتوبايکاټ وکړی چي دا اتيخابات دډکټېټر پروېز مشرف په مشري کي کيږي،چي داسي ده نو مشرف نه غواړي چي داولس رښتينو استازوته دي موقع ورکړي،A.P.D.M دې انتيخابا تو ته د فراډ اليکشن ورکړ د انتيخاباتو څخه لاس پر سر سول، څرګنده دي وي په جنوبي پښتونخوا کي دپښتنواستازی سياسي او فعاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ده او په شمالي پښتونخوا کي د پښتنو استازی سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ ده،
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په تېرو انتخاباتو کي د برخي نه اخيستني اعلان وکړ،چي پرخپل دريځ او اعلان تر پايه کلکه ودرېدل،د دې ملتپاله ګوند مشري محمودخان اڅکزی کوي٠



بل پلو په شمالي پښتونخوا کي د پښتنو استازۍ سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ د انتيخاباتو څخه مخکي دا اعلان وکړ چي  د A.P.D.M
له پريکړي سره سم به په انتيخاباتو کي برخه نه اخلو،د دې سياسي ګوند مشر اسفنديار ولي خان کوي،کله چي دانتيخاباتو شپې او ورځي رانيژدې سوې،نو د وخت امتحان دی چي د عوامي نيشنل پارټۍ د ګفتار او کردار لا ځله بيلي سوې معنا په نه بهانه يې په انتيخاباتو کي برخه واخيستله، ګڼشمېر صوبائ او قومي څوکياني وګټلې  اوس عوامي نيشنل پارټۍ په مرکز او صوبه کي دپيپلزګوند دحکومت برخه ده، د نورو ډيروپټوخبر او جوړ جاړيو سره سره پيپلز ګوند له عوامي نيشنل پارټۍ سره دا خبره منلې ده چي د صوبه سرحد نوم به په پښتونخوا اړوي ،
ما پخپله په څوڅو جلسو کي د اسفنديار ولي تقريرونه اورېدلي دي دۀ به په وازکومي ټولي جلسې ته دا ويل ((( چي زه پر شمالي ،جنوبي اومنځنۍ پښتونخوا يقين نه لرم پښتانۀ ټول يؤ پښتانۀ دي دې ټولو سيموته بايديوه پښتونخوا و ويل سي)))


اسفندياره تاته زه دا وايم چي دا خبره خودي هم هغسي سوه لکه تاچي دانتيخاباتو مخ کي ويل چي راروان انتيخاباتوبه زموږ ANP برخه نه اخلي ولي په دې انتيخاباتوکي به هغه څوک د پارلمان دپاره ټاکل کيږي کوم څوک چي پروېزمشرف ته وفاداره وي، تا خو ځل رخ بايکاټ ته واړاوی او بيرته چا شين باغ درښکاره کړ چي په انتيخاباتو کي دي برخي اخيستلو ته دي زړۀ ښه کړ،تاخو ويل چي زه پر جنوبي ، شمالي ، او منځنۍ پښتونخوا يقين نه لرم،دا د پرديو اغيارو چالونه دي موږ پښتانۀ په يؤ او نامۀ سره بېلوي، نن ولي ته يواځي دشمالي پښتونخوا يا صوبه سرحد نوم پښتونخوا ږدې؟؟؟


ايا په فاټا کي شملور    او برېتور پښتانۀ نه اوسيږي ايا هغه دمېړنيو پښتنو پراخي سيمي نه لري،په سد افسوس سره وايم چي د فاټا سيمي د مرکز يا اسلام اباد تر تسلط لاندي دي،
په صوبه بلوچستان کي  شپاړس اولسوالۍ ياضيلعې د پښتنو پر سيمو باندي موقعت لري،چي دبلوچستان په نامۀ ياديږي،خو بيا هم پرقام او وطن  مين پښتانۀ همدغه خپله سيمه جنوبي پښتونخوا بولي،
قدرمنو لوستونکوقضاوت تاسو وکړئ !


اسفنديار ولي ملګرې زه تاته په پښتني هوډ دا وايم ته پخپل ګرېوان کي وګوره له خپل ضمير سره پرېکړه وکړه،


که چيري د فاټا، جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخو سيمي سره پېوند کړل سي يوه صوبه يا ايالت ترېنه جوړ کړل سي او يؤ نوم (پښتونخوا) ورکړل سي،په دې سره ستاګفتار او کردارسمون سره وخوري، که داسي نه وي نو به دي بيا کردار پر يوه ځغلي اوګفتار به دي پر بله ځغلي،
پښتانۀ قام او ملت ته هغه رهبر او مشر پکار دی چي ګفتار او کردار يې سمون سره خوري،


شعر
چي دګفتار او د کردار توازن سم ساتي څوک
پر هر دماغ به  يې خبري  با اثري اوړي
(عادل اڅکزی)


شعر
د تيرو شپو تيرو خوبو ته نور تعبير پکار دی
بې نومه  خاؤري  ته اړتيا نن د نامۀ  پېښيږي
(عادل اڅکزی)


په درنښت