په میدان وردګو ولایت کې د معتادینو لپاره د پنځلس میلیونو افغانيو په مالي لګښت دیوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه .د میدان وردګو ولایت به مرکز میدان ښار کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پنځلس میلیونو افغانيو په مالي لګښت پر نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه د یوه شل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې چې د دې ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو په کې هم برخه اخیستې وه،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: (( د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه کوم،چې په میدان وردګو ولایت کې د معتدینو د درملنې په موخه یې د خپلې بودیجې څخه پنځلس میلیونه ځانګړې کړل ))
ده زیاته کړه،دغه روغتون چې شاوخوا د یوه کال په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړي شي،څوارلس خونو سربیره نور ضروري ملحقات به ولري،چې په یوه پوړ کې به په پاخه او اساسي ډول د دوه جریبونو په احاطه کې جوړ شي.
ده زیاته کړه،تر دې مهاله به ټول میدان وردګو ولایت کې شاوخوا اته زره کسان چې په بېلابېلو نشو روږدي دي،ثبت شوي او اوس مهال تر څلوېښتو پورې تر درملنې لاندي دي.
دیادونې وړده چې په یا شل بستریزه روغتون کې یې لس د نارینو او لس نور یې د ښځینو معتادینو لباره دی .