کور / تازه خبرونه / په خوست کې يو شمير سوداګرو د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ

په خوست کې يو شمير سوداګرو د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ

ه خوست کې يو شمير سوداګرو د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ

په هغه مشورتي غونډه کې چې داقتصادي ودې او سوداګريزې پراختيا ترسرليک لاندې دراتلونکي کنفرانس په موخه جوړه شوه وه ، دخوست ولايت دوچې ميوې يوشمير سوداګرو په دغه ولايت کې د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان وکړ.

حاجي اصيل ګل دنورو سوداګرو په استازيتوب وويل چې اوس په خوست کې دجلغوزيو دسودا ګرو اتحاديې خپل رسميت ترلاسه کړئ او سوداګربه دنورو برخو ترڅنګ دجغلوزيو دصاداراتو په برخه کې داسې پانګه اچونه وکړي چې هم دخوست ولايت جلغوزي دنړۍ مارکيټونو ته صادر او دافغانستان دتوليد نمايندګي وکړي اوهم په دغه ولايت کې دزرګونو کسانو لپاره دکار زمينه مساعده شي.

سوداګرو وغوښتل چې ولايتي اداره دې ورته هغه اسانتياوې برابري کړي ،چې دپانګې اچونې دبهير او سوداګرۍ دچټکتيا سره مرسته کولى شي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دسوداګرو په دې اعلان سره خوښي څرګنده کړه ،له ټولو سوداګرو يې وغوښتل چې په خوست ولايت کې دپانګې اچونې په برخه کې خپل امکانات ولس ته اعلان کړي.

نعيمي دخوست سوداګرو ته ددوى دستونزو په هواري کې دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ او وويل په هغه ځايونو کې چې دپانګې اچونې او توليدي فابريکو لپاره ځانګړي شوي دي ،دبرق دستونزې دهواري ،سرکونو دجوړيدو او امنيت ساتنې په برخو کې به ورته لازمې اسانتياوې برابري کړي.

خوست والي دهېواد دټولو سوداګرو لپاره خوست دپانګې اچونې لپاره يو مناسب چاپيريال او ولايت په ګوته کړ اوپه سوداګرو يې غږ وکړ چې ولايتي اداره په بشپړه توګه دې ته چمتو ده چې دقانون مطابق ټول هغه امکانات دخصوصي سکتور دوې لپاره برابر کړي چې په نافذه قوانينو کې منل شوي دي.

وروسته خوست والي دسوداګرۍ خونې په چوکاټ کې دوچو ميوو داتحاديې مشر ته درسميت اسناد هم ورکړل چې دسوداګرو دخوښۍ لامل وګرځيدل او رسماً يې په خپل فعاليت پيل وکړ.

همداشان په همدې غونډه کې دسوداګرۍ خونې مديره هيئت غړي اوملي سوداګر لطيف ژوندي لخوا دخوست ښار دښايست او ښکلا په خاطر ديو پيغام رسونکي څلي دجوړيدو اعلان هم وشو . خوست والي ترې مننه وکړه ،دښاروالۍ رياست او ښاري پراختيا رياستونوته يې دنده وسپارله چې ديادڅلي دجوړيدو لپاره سيمه په ګوته او کاريې پيل کړي.