نن ماسپښين ۳بجې د خوست ولايت مندوزو ولسوالۍ په دوسرکه سیمه کې په هغه امریکايي قطار چې په سیمه کې دحرکت په حال کې وو د يوه موټر په وسيله دموتر بم بريد ترسره شو چې له امله يې ۲ امریکايي ټانکونه ويجاړ شول ، ۹تنه امريکايي عسکر ووژل سوه او ۴ نور ټپيان شول ، د طالبانو مطبوعاتي اعلاميي له مخي بریدد صرف موتر پوليطه دسعادت خان لخوا چې د غزني دشلګر ولسوالۍ اوسیدونکی وو.
د خوست ولايت چارواكي مني چي نن له غرمې وروسته د ٢بجو او ٤٥دقيقو پرمهال دخوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند سيد اکبرپمپ ته څيرمه سيمه کې دلويې لارې په اوږدو کې دنړيوالو ځواکونو دموټرونو په کاروان دموټر بم بريد وشو ددغه تروريستي بريد له امله ٤تنه ملکي بې ګناه وګړي سطحي زخميان شوي چې اوس دخوست ولايت په روغتون کې تر تداوى لاندې دي،بل چاته زيان نه دى رسيدلى.