کور / تازه خبرونه / لوګر:دصعنتي پارک دجوړيدو چارې پيل شوې

لوګر:دصعنتي پارک دجوړيدو چارې پيل شوې

د لوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالئ کې دلومړي ځل له پاره دصعنتي
پارک دجوړیدو چارې پيل شوې.
د لوګر د چارواکو په خبره ياد صنعتي پارک پ۵۰۰ پنځه سوه جريبه ځمکه کې د شاوخوا ۶ ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي.
د لوګر والي ارسلا جمال قومي مخورو ته د خبرو په مهال وويل؛ ترڅو چې د خلکو اقتصادي وضيعت ښه نشي او پخپله تجاران په هېواد کې پانګونه ونکړي، د هېواد اقتصاد به پرمختګ ونکړي.
ښاغلي جمال له خبريالانو سره په خبرو کې وويل؛ په دغه پارک کې به وړې او لويي فابريکې د تجارانو له لوري جوړيږي چې په وينايي په نږدې راتلوونکي به يي د بريښنا غم هم وخوړل شي.
د لوګر د امنيت امر سمونوال ريس خان صادق وايي؛ تجاران کولی شي په پوره ډاډ سره خپلې چارې پيل کړي او وويل چې د تجارانو د خوندېتوب لپاره امنيټ ډاډمن دی او هڅه به وکړي امنيت نور هم ښه کړي.
که څه هم تجاران په ډېرو ولايتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړيدو غوښتنه کوي خو تر اوسه پوري دولت په دې نه دی توانيدلي چې د تجارانو لپاره په ولايتونو کې صنعتي پارکونو لپاره بريښنا برابره کړي.
تجاران وايي؛ مخکې له دې چې دوئ ته صنعتي پارکونه جوړ شي تر هرڅه د مخه دې دولت په ولايتونو کې د انتقالي بريښنا ستونزې هوارې کړي.