اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له پاکستان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د غورځنگ پخوانى مرستيال مشر ملا برادر یې پرېښى دى.د پاکستاني چارواکو دا وينا وروسته له هغه مخې ته راغله چې طالبانو وويل ښاغلى برادر لا تر دې دمه نه دى خوشې شوى او دوى يې د روغتيا په اړه اندېښمن دي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري وویل:پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهير آسانولولپاره طالب بندیان خوشې کړي او هم دې موخې لپاره یې ملا برادر هم پرېښى دى.”ښاغلي احمد زياته کړه چې ملابرادر آزاد دى چې له هر چا سره وویني، تماس ونيسي او په دې توگه د روغې پروسه پر مخ بوځې.پاکستان د تېر سپټمبر پر یو ویشتمې د ملا برادر د خوشې کولو اعلان وکړ خو د ښاغلي برادر کورنۍ ته نږدې وگړو او د طالبانو ځينو سرچینو د پاکستاني چارواکو دغه وينا رد کړې وه.طالبانو اوس په رسمې توګه دا ويلي چې ملا برادر خوشې شوې نه دې.